روسیې په سوریکه کې د داعش مرکزونه په لرې واټن توغندیو ویشتي

16 میزان 1394 ساعت 8:57

روسیه وايي په سوریه کې یې د داعش مرکزونه په لرې واټن (کروزي) ویشتونکو توغندیو ویشتي او له منځه یې وړي دي.


روسیه وايي په سوریه کې یې د داعش مرکزونه په لرې واټن (کروزي) ویشتونکو توغندیو ویشتي او له منځه یې وړي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د روسیې دفاع وزارت وايي، په دغه توغنديي برید کې د داعش ۲۶ مرکزونه ویشتل شوي، چې ټول له منځه وړل شوي دي.
د روسیې دفاع وزیرسرګي شویګو ویلي، چې څلور روسیي جنګي بیړیو د کسپین له سمندرګي نژدې یو نیم زر کیلومتره لرې د سوریې په لویدیځ کې پر داعش ۲۶ توغندي وویشتل او خپل ټول هدفونه یې له منځه یووړل او ولسي وګړو ته زیان نه دی رسېدلی.
په سوریه کې د روسیې د پوځي عملیاتو په اړه د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو په سوچي کې د روسیې له ولسمشر سره په ګډې غونډې کې وویل، چې د سپتمبر له ۳۰ مې، د قوماندې ۱۹ مرکزونه، ۱۲ سلاکوټونه، ۷۱ زغروال ګاډي، ۶ ورکشاپونه او د چاودیدونکو موادو او وسایلو فابریکې چې په موټرو او نورو وسایطو کې کاریدلې، له منځه تللي دي.
باید وویل شي، دا لومړی ځل دی، چې روسیې او سوریې په همغږۍ پوځي عملیات ترسره کړل، روسي الوتکو بمونه وغورځول او له کشتیو څه یې کروزي توغندي وویشتل، د مځکې له لارې بیا سوریایي ځواکونو یاغیان په نښه کړل.
جمهور آژآنس:کابل


کد مطلب: 71665

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/71665/

جمهور
  https://www.jomhornews.com