د چک دفاع وزیر:

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل به د کډوالۍ بل بحران رامنځ ته کړي

15 میزان 1394 ساعت 7:53

د چک جمهوریت دفاع وزیر مارتین سټراپنیکي وايي، که بهرني ځواکونه له ۲۰۱۶ کال وروسته په بیړه د افغانستانه ووځي د کډوالو بل بحران به رامنځته شي.


د چک جمهوریت دفاع وزیر مارتین سټراپنیکي وايي، که بهرني ځواکونه له ۲۰۱۶ کال وروسته په بیړه د افغانستانه ووځي د کډوالو بل بحران به رامنځته شي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې ښاغلي مارتین سټراپنیکي زیاته کړې، چې د هېواد حکومت به یې د قاطع ملاتړ په نوم د ناټو په ماموریت کې د خپلې راتلونکې ونډې په اړه به په راتلونکو اوونیو کې پرېکړه وکړي.
د مارتین سټراپنیکي په وینا، چې اوس هم د افغانستان کډوال په نړیواله کچه په دویمه درجه کې راځي.
باید وویل شي، چې چک اوسمهال په افغانستان کې ۲۸۱ سرتېري او د روغتیا او لوژستیک دوه ټیمونه لري.
جمهور آژآنس:کابل


کد مطلب: 71620

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/71620/

جمهور
  https://www.jomhornews.com