حزب اسلامي د طالبانو په لاس د کندوز نیول غندلي دي

15 میزان 1394 ساعت 7:42

د حزب اسلامي مشر انجینر ګلبدین حکمتیار د طالبانو په لاس د کندز سقوط غندلی دی او دا کار یې لوټ مارو ډلو ته د زمینې برابرول بللي دي.


د حزب اسلامي مشر انجینر ګلبدین حکمتیار د طالبانو په لاس د کندز سقوط غندلی دی او دا کار یې لوټ مارو ډلو ته د زمینې برابرول بللي دي.
د جمهو آژانس د خبر له مخې ښاغلي حکمتیار دغه څرګندونې د طالبانو پر نظام د امریکا د برید د ورځې په مناسبت یوه پیغام کې کړې دي.
نوموړي ویلي اوس د ښارونو د نیولو وخت نه دی او طالبانو دا کار د تبلیغاتي اهدافو په خاطر کړی دي.
د هغه په خبره چې د ښارونو نیول او بیرته یې پریښودل غلو او لوټمارانو ته د لوټ او تالان فرصت ورکوي.
د حزب اسلامي مشر دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د کندوز پر سر لا هم د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه دوام لري.
جمهورآژآنس:کابل


کد مطلب: 71617

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/71617/

جمهور
  https://www.jomhornews.com