امریکا افغانانو ته د کډوالۍ د ویزو د ورکړې پروګرام غځوي

14 میزان 1394 ساعت 7:28

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي پلان لري د افغانانو لپاره د کډوالۍ د ځانګړو ویزو (SIV) د ورکړې پروسه وغځوي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي پلان لري د افغانانو لپاره د کډوالۍ د ځانګړو ویزو (SIV) د ورکړې پروسه وغځوي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال هیدرهیګن باتم زیاتوي، چې بهرنیو چارو وزارت هڅه کوي نه یوازي دا چې دا پروسه د ۲۰۱۶ کال تر پایه وغزوي بلکې دغې پروسي ته چټکوالی هم ورکړي.
ده ویلي، چې دوی به نه یوازې دا پروسه چټکه کړې بلکې افغانانو ته به دا هم ثابته کړي چې امریکا یو باوری ملګری دی او هیڅکله خپل ملګري نه هیروي او د هغوی د مرستو قدرداني کوي.
ویل کېږي، دا ویزې هغو افغانانو ته ورکول کېږي چې په افغانستان کې یې د امریکا له پوځي او ملکي ادارو سره په یو نه یو ډول کار کړی وي.
جمهورآژآنس:کابل


کد مطلب: 71583

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/71583/

جمهور
  https://www.jomhornews.com