پاکستاني پولیسو د افغان جګړې ځینې ټپيان د کراچۍ په روغتونونو کې نیولي

13 میزان 1394 ساعت 8:12

د پاکستان پولیس وايي، د افغان جګړې یو شمېر هغه ټپیان یې د کراچۍ په روغتونو کې نیولي، چې د درملنې په موخه دلته راوړل شوي وو.


د پاکستان پولیس وايي، د افغان جګړې یو شمېر هغه ټپیان یې د کراچۍ په روغتونو کې نیولي، چې د درملنې په موخه دلته راوړل شوي وو.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دا خبره د پاکستان د سند ایالت د پولیسو مشر غلام حيدر جمالي تېره شپه د دې ایالت په حیدر آباد ښار کې رسنیو ته وکړه.
د سند د پوليسو مشر غلام حيدر جمالي وویل چې پولیسو په دې وورستيو کې یو شمېر هغه کسان نیولي، چې په افغانستان کې په ځينو نښتو کې ټپيان شوي او دلته د کراچۍ په بېلابېلو روغتونونو کې د درملنې لپاره بستر شوي وو.
نوموړي د دغه ټپیانو د هویت او دغه راز دا چې ټپیان د چا له خوا د کراچۍ روغتونو ته رسول شوي، څه ونه ویل.
دا په داسې حال کې ده، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني څو میاشتې وړاندې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د افغان جګړې د وسله والو ټپیان په پاکستان کې درملنه کېږي، او له پاکستانه یې وغوښتل، چې د دغه ټپیانو له درملنې لاس واخلي.
جمهور آژآنس:کابل


کد مطلب: 71558

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/71558/

جمهور
  https://www.jomhornews.com