ولسمشر د ۹ شمالي ولایتونو امنیتي وضعیت له نږدې څاري

12 میزان 1394 ساعت 7:46

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه وايي، ولسمشر محمد اشرف غني د نهو شمالي ولایتونو په ځانګړې توګه کندز امنیتي وضعیت له نږدې څاري.


له ارګه خپره شوې خبرپاڼه وايي، ولسمشر محمد اشرف غني د نهو شمالي ولایتونو په ځانګړې توګه کندز امنیتي وضعیت له نږدې څاري.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په خپرپاڼه کې ویل شوي، چې ولسمشر د دغه ولایتونو له پوځي او ملکي چارواکو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کړي او د وضعې د کنټرول او ښه والي په هدف یې لازمې لارښوونې ورکړي دي.
سرچینې زیاته کړې، ده، چې ولسمشر د لوی درستیز له مرستیال جنرال مرادعلي مراد سره هم خبرې کړې او د کندز وضعیت یې له نږدې څارلی دی.
ویل کېږي، چې په کندوز کې لا هم خال خال جګړه شته او افغان ځواکونه د سیمې د پاکولو په موخه چاڼیز عملیات کوي.
جمهور آژآنس:کابل


کد مطلب: 71513

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/71513/

جمهور
  https://www.jomhornews.com