په اچین کې ۴۰ داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

11 میزان 1394 ساعت 13:59

سیمه ییز چارواکي وايي، په اچین ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو سره په جګړه کې ۴۰ تنو داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې او دوه مهمې پوستې بېرته ترې نیول شوې دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، په اچین ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو سره په جګړه کې ۴۰ تنو داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې او دوه مهمې پوستې بېرته ترې نیول شوې دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د ننګرهار ولایت د غني خېلو ولسوالۍ ولسوال حضرت ولي خاکسار چې د شنوارو د ټولو ولسوالانو مشري پر غاړه لري زیاتوي، چې له تېرو پنځو ورځو راهیسې په اچین ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او داعشیانو تر منځ جګړې روانې دي.
دی زیاتوي، چې افغان ځواکونو له داعشیانو هغه دوه مهمې سرحدي پوستې چې څه موده وړاندې یې نیولې وې بېرته نیولې او دا مهال د عدالخېلو او شډل په سیمه کې عملیات روان دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د نن په جګړه کې ۲۰ تنه داعش وسله وال وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي، او افغان ځواکونو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.
بل خوا د اچین ولسوالۍ څخه په سلګونو کورنۍ د داعش وسلوالو له لوري په زورسره له سیمو ویستل شوې او د خپلو کورونو پریښودلوته اړشوې دي.
د اچین ولسوال حاجی غالب جمهور خبري اژانس ته وویل د تېرې ورځې راهیسې په سلګونو کورنۍ په اچین ولسوالۍ د داعش جنګیالیو له لوري په زورسره د خپلو کورنو ویستل شوې او نورو سیمو ته تللې دي.
ده وویل دغه کورنۍ په پیاده مزله سره نورو سیمو ته روان دي او داعش جنګیالي غواړي چې د خلکو د هستوګنې کورونه د جنګ د سنګرونو په توګه وکاروي.
د سیمې اوسیدونکي هم وايي، په زور سره د خپلو کورنو څخه ویستلو ته اړشوي او دوی یواځې د کورنۍ د غړو سره له خپلو کورونو وتلي اوله خپلو کورنو د توکو او مالونو دویستلواجازه هم نده ورکړل شوې.
د سیمې یوه اوسیدونکی ګلستان شینواري جمهوری خبري اژانس ته وویل چې د اچین ولسوالۍ د مامندو، پیښې، شډل،عدل خیلو، تنګی او نورو سیمو څخه په سلګونو کورنۍ داعشیانو له لوري له خپلو هستوګنځیو ویستل شوي او په کورنو کې یې پاکستاني اورکزي وګړي میشته شوي دي.
نوموړی زیاته کړه که چیرې دولت ورسره مرسته ونکړي ښایي له ګڼو ستونزو سره مخامخ شي.

جمهور آژآنس
معروف سادات:ننګرهار


کد مطلب: 71495

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/71495/

جمهور
  https://www.jomhornews.com