جنرال مراد:

افغان ځواکونو کندوز ته د ملا اختر منصور د راتګ مخه ونیوه

11 میزان 1394 ساعت 11:48

د افغان پوځ مرستیال لوی درستیز جنرال مراد علي مراد وايي، طالبانو غوښتل د لنډې مودې له پاره خپل مشر ملا اختر محمد منصور کندوز ولایت ته راولي، خو افغان امنیتي ځواکونو یې مخنوی وکړ.


د افغان پوځ مرستیال لوی درستیز جنرال مراد علي مراد وايي، طالبانو غوښتل د لنډې مودې له پاره خپل مشر ملا اختر محمد منصور کندوز ولایت ته راولي، خو افغان امنیتي ځواکونو یې مخنوی وکړ.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلی مراد زیاتوي، چې طالبانو پلان درلود، کندوز ولکه کړي او وروسته د څو ورځو له پاره خپل مشر ملا منصور ورته راولي.
د هغه په خبره طالبانو داسې یو پلان جوړ کړی و، چې ملا منصور به کندوز کې په یوه خبري ناسته کې ښکاره کړي او وبه ښي، چې نوموړی په افغانستان کې دی اما افغان ځواکونو ورته دا وخت ورنکړ.
ملا منصور اختر چې ویل کېږي، په پاکستان کې دی، د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر تر مرګ وروسته د طالبانو د تحریک واک په لاس کې اخیستی و، چې په دې وروستیو کې په کوټه کې د یو شمېر طالب مشرانو له خوا د طالبانو د مشر په توګه وټاکل شو.
جمهور آژآنس:کابل


کد مطلب: 71491

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/71491/

جمهور
  https://www.jomhornews.com