عبدالله:

نړیواله ټولنه باید پاکستان ته قاطع او روښانه پیغام ورکړي

9 میزان 1394 ساعت 8:12

د افغانستان اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، نړیواله ټوله باید پاکستان یو قاطع او روښانه پیغام ورکړي، ځکه دغه هېواد ترهګر روزي، پناه ورکوي او افغانستان ته یې رالېږي.


د افغانستان اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، نړیواله ټوله باید پاکستان یو قاطع او روښانه پیغام ورکړي، ځکه دغه هېواد ترهګر روزي، پناه ورکوي او افغانستان ته یې رالېږي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله زیاتوي، چې دا پیغام یې نړیوالو ته د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې رسولۍ دی، او دغه ټولنه باید لاس په کار شي.
د افغانستان اجرائیه رییس وايي، د دې ستونزې د حل لارې لپاره نړېوال بېلابېل نظریات لري او دی هیلمن دی چې نتیجه به ترلاسه شي.
نوموړي وویل«زه فکرکوم چې یو قاطع، یو روښانه پیغام باید پاکستان ته د ټولې نړېوالې ټولنې له خوا ورسیږي او دا کارهم په ډیره لوړې سطحې شوی دی.»
باید وویل شي، چې عبدالله عبدالله نیویارک ته د ملګرو ملتونو په غونډه کې د ګډون تر څنګ د یو شمېر هېوادونو له چارواکو سره په ځانګړي ډول هم کتنې او ناستې وکړې او له هغوی یې د افغان ځواکونو د تمویل او تجهیر په برخه کې هم د مرستې غوښتنه وکړه.
جمهور آژآنس:کابل


کد مطلب: 71429

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/71429/

جمهور
  https://www.jomhornews.com