ننګرهار کې ماین چاودنې ۹ تنه ټپیان کړي

9 میزان 1394 ساعت 7:55

سیمه ییز چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د یوې بمي چاودنې له امله ۹ تنه ولسي وګړي ټپیان شوي دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د یوې بمي چاودنې له امله ۹ تنه ولسي وګړي ټپیان شوي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه چاودنه تېر ورځ مازیګر مهال د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د اچین ولسوال حاجي غالب وايي، چاودنه د عدلخېلو په ساحه کې د ولسي وګړو پر موټر د سړک د غاړې د ځای پر ځای شوي ماین له امله رامنځ ته شوې.
نوموړي زیاته کړه، چې په چاودنه کې ۹ تنه ټپیان شوي، چې څلور مېرمنې، یو ماشوم او څلور نارینه دي،
هغه وايي، ټپیان د درملنې په موخه مرکزي روغتون ته لېږدول شوي، خو د روغتیايي حالت په اړه یې معلومات نه لري.
د اچین ولسوال وايي، دا ماین د داعشيانو له خوا ځای پرځای شوی و چې پر ملکي وګړو وچاودید.
تر اوسه د چاودنې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورآژانس
معروف سادات:ننګرهار


کد مطلب: 71427

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/71427/

جمهور
  https://www.jomhornews.com