هلمند کې د داعش او طالبانو تر منځ سخته جګړه روانه ده

7 میزان 1394 ساعت 12:22

امنیتي چارواکي وايي، د هلمند ولایت په کجکي ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او داعش وسله والو تر منځ سخته جګړه پیل شوې او په کې ۹ تنه وژل شوي دي.


امنیتي چارواکي وايي، د هلمند ولایت په کجکي ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او داعش وسله والو تر منځ سخته جګړه پیل شوې او په کې ۹ تنه وژل شوي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې امنیتي چارواکي زیاتوي، چې دغه جګړه تېره ورځ د کجکي ولسوالۍ په ګڼم ریز او ځینو نورو سیمو کې پیل شوې، چې لا هم دوام لري.
د هلمند د امنيي قومندانۍ د مطبوعاتو مسول شاه محمود اشنا یوازې په کجکي ولسوالۍ کې د طالبانو او داعش تر منځ د جګړې پخلی کوي، خو وايي، د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه لري.
په ورته وخت کې یوې باوري امنیتي سرچینې رسنیو ته ویلي، چې په دې جګړه کې د داعش ۹ تنه وسله وال وژل شوي او څلور تنه یې طالبانو ژوندي نیولي دي.
دغه امنیتي چارواکي چې د نوم له څرګندونو یې ډډه کړې، ویلي، چې په یاده سیمه کې د داعش مشري ملا عبدالخالق کوي چې د جګړې پر مهال په تېښته بریالی شوی دی.
باید وویل شي، چې تر دې وړاندې هم په هملند کې د وسله والو طالبانو او داعش تر منځ جګړې رامنځ ته شوې او مرګ ژوبله په کې اوښتې وه.
جمهور آژآنس: هلمند


کد مطلب: 71344

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/71344/

جمهور
  https://www.jomhornews.com