د اچین ولسوالۍ په تازه جګړه کې تر اوسه ۴۸ داعشیان وژل شوي

7 میزان 1394 ساعت 8:37

سیمه ییز چارواکي وايي، داعش وسله والو یو ځل بیا د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ بریدونه پیل کړي، خو تر اوسه ۴۸ تنه وسله وال چې ډېری یې پاکستانیان دي وژل شوي.


سیمه ییز چارواکي وايي، داعش وسله والو یو ځل بیا د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ بریدونه پیل کړي، خو تر اوسه ۴۸ تنه وسله وال چې ډېری یې پاکستانیان دي وژل شوي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د اچین ولسوال حاجي غالب وايي، سلګونو داعشیانو نن سهار درې بجې د اچین ولسوالۍ په کوشتل او عبد الخېلو په سیمو حملې پیل کړې دي.
ولسوال وايي مرستندویه ځواکونه سیمې ته رسېدلي او تر اوسه ۴۸ وسله وال وژل شوي چې ‌‌‌‌‌‌‌ډېر یې پاکستانیان دي.
حاجي غالب زیاتوي چې داعش په سپکو او درندو وسلو سمبال دي او تر ډېره دغه جګړه مار د پاکستان د پوځ او ملېشه ځواک دي.
هغه خپلې غاړې ته هم دیو شمېر پولیسو ټپي کېدل منلي او وایي جګړه لا روانه ده.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې هم سلګونو داعشیانو په اچین ولسوالۍ کې په یو شمېر سرحدي پوستو بریدونه پیل کړي و، خو د افغان ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ شول.
د تېرې ورځې په جګړه کې د ملي امنیت ریاست په خبره د یوه قوماندان په ګډون ۸۵ داعشیان و وژل شول، چې ټول یې د پاکستان اړوند وو.
په دغه سیمه کې افغان ځواکونو نور عملیات هم پیل کړي او لا هم روان دي.
جمهور آژانس
معروف سادات:ننګرهار


کد مطلب: 71328

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/71328/

جمهور
  https://www.jomhornews.com