ماین چاودنې د ولسي جرګې د غړي په ګډون پنځه تنه ټپیان کړي

5 میزان 1394 ساعت 7:03

امنیتي چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې د ولسي جرګې د غړي انجنير عبدالغفار په ګډون پنځه تنه ټپيان شوي دي.


امنیتي چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې د ولسي جرګې د غړي انجنير عبدالغفار په ګډون پنځه تنه ټپيان شوي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ لس نیمې بجې د مرکز جلال آباد ښار د څلورمې ناحیې اړوند د عیدګاه جومات شا ته شوې ده.
د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال وايي، په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو د استازي انجنير عبدالغفار موټر له سړک څخه تېرېده، چې په لښتي کې ځاى پرځاى شوي ماين چاودنه کړې.
نوموړي زیاته کړه، چې په دغه چاودنه کې انجنير غفار، د هغه موټر چلوونکى، دوه ساتونکي او يوه لاروى ټپيان شوي دي.
مشرقیوال وویل چې د ولسي جرګې ياد غړى سرسري ټپي شوى او د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوى دی.
جمهورآژآنس
معروف سادات:ننګرهار


کد مطلب: 71224

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/71224/

جمهور
  https://www.jomhornews.com