ولسمشرغني:

ولس باید د پاکستان د رواني جګړې پر وړاندې حکومت ته لاس ورکړي

5 میزان 1394 ساعت 6:40

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د قومي مشرانو او ولایتي شوراګانو له استازو سره د لیدنې پر مهال له خلکو وغوښتل، چې د پاکستان د ۱۴ کلنې نا اعلان شوې او رواني جګړې پر وړاندې د حکومت ملاتړ وکړي.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د قومي مشرانو او ولایتي شوراګانو له استازو سره د لیدنې پر مهال له خلکو وغوښتل، چې د پاکستان د ۱۴ کلنې نا اعلان شوې او رواني جګړې پر وړاندې د حکومت ملاتړ وکړي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې د لویې پکتیا، لوی کندهار، لوی ننګرهار له قومي مشرانو او ولایتي شوراګانو استازو سره په یوه ناسته کې وکړې.
ښاغلي غني قومي مشرانو ته وویل چې د سولې راوستو ته کلکه اراده لري خو په دې برخه کې د ولس هر اړخیزه ملاتړ او کومک ته اړتیا لري.
نوموړي هیله وښوده، چې د خلکو په ملاتړ او د حکومت، نړیوالې ټولنې او سیمې هېوادونو په هلو ځلو به د سولې او ثبات پروسه بریالی شي.
ولسمشر په خپلو خبرو کې وویل چې افغانستان له تېرو ۱۴ کلونو راهیسې د پاکستان له نااعلان شوې جګړې سره لاس او ګرېوان او په وینا یې د دې رواني جګړې د پای ته رسولو پاره ولس باید حکومت ته لاس ورکړي.
هغه په خپلو خبرو کې وویل«په افغانستان کې سوله په دې نه راځي، چې پاکستان څه کوي او یا به څه وکړي او یا هم حکومت د سولې په برخه کې له بهرنیانو سره څه کوي، سوله هغه وخت ممکنه ده، چې موږ پوه شو، چې د پلانکی سیمې یا ولسوالۍ د خلکو ستونزې څه دي او ولې یې یو شمېر کسانو جګړې ته مخه کړې او ټوپک یې په لاس کې اخیستی، زه غواړم د تاسو قومي مشرانو په مرسته او همکارۍ دغه ستونزو ته نور د پای ټکی کېږدم، تر څو وکولای شو، په واقعي شکل سولې ته ورسېږو.»
ولسمشر وايي، چې هیواد شتمن دی خو خلک مو بېوزله دي او په وینا یې که سوله او ثبات مو راوست، نو له خپلو سرچینو او زېرمو څخه به د خپلو خلکو د سوکالۍ، هوساینې او پرمختګ لپاره کار واخیستلی شو.
جمهورآژآنس:کابل


کد مطلب: 71222

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/71222/

جمهور
  https://www.jomhornews.com