عبدالله:

نړېوالې پراختیا ۱۵کلن پلان سیاسي ارادې او تازه مشارکتونو ته اړتیا لري

4 میزان 1394 ساعت 8:30

د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجرائیه رییس وايي، د دوامدارې، نړېوالې پراختیا ۱۵ کلن پلان یو اغیزمن ماموریت دی خو په بریالیتوب سره ترسره کول یې، په حکومتونو پورې اړه لري.


د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجرائیه رییس وايي، د دوامدارې، نړېوالې پراختیا ۱۵ کلن پلان یو اغیزمن ماموریت دی خو په بریالیتوب سره ترسره کول یې، په حکومتونو پورې اړه لري.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله دا څرګندونې تېره ورځ د ملګروملتونو د سازمان د مشرانو په هغه غونډه کې وینا وکړه چې د دې ۱۵ کلن پلان په اړه جوړه شوې وه.
نوموړي زیاته کړه، چې نړیواله ټولنه د دې اهدافو د ترلاسه کوله لپاره سیاسي ارداې او تازه مشارکتونو ته اړتیا لري.
باید وویل شي،د نړېوالې پراختیا ۱۵ کلن پلان غواړي چې له فقرسره مبارزه وکړي او ځمکه د اقلیمي بدلونو په وړاندې خوندي کړي.
جمهور آژانس:کابل


کد مطلب: 71208

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/71208/

جمهور
  https://www.jomhornews.com