یوې وسله والې ډلې د افغانستان په شمالي کې د ځینو سیمو د کنټرول ادعا کړې

4 میزان 1394 ساعت 7:27

د اسلامي جهادي اتحاد په نوم یوې نوې وسله والې ډلې ادعا کړې، چې د افغانستان په شمال کې یې پراخه سیمه تر کنټرول لاندې ده.


د اسلامي جهادي اتحاد په نوم یوې نوې وسله والې ډلې ادعا کړې، چې د افغانستان په شمال کې یې پراخه سیمه تر کنټرول لاندې ده.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دا خبر د لانګ وار ژورنال خپرونې د اسلامي اتحاد ډلې له صدیق لر (Sodiqlar) یوې ویب پانې څخه خپور کړی دی.
په دغه ویب پاڼه کې د یادې ډلې ځینې تصویزونه هم خپاره شوي، چې ځینې یې ښه کیفیت نه لري او جنګیالي په کې لیدل کېږي، چې د امو له سینده پورې غاړې تاجکستان ته اوړي.
ویل کېږي، دغه ډله چې د القاعده او طالبانو سره نېږدې اړیکې لري، د افغانستان له کندوز ولایته پر امو سیند تاجکستان ته اوړي.
جمهور آژانس:کابل


کد مطلب: 71201

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/71201/

جمهور
  https://www.jomhornews.com