د پاکستان د علماو، مشر طاهر اشرفي د شرابو له بوتلو سره ونیول شو

30 سنبله 1394 ساعت 14:25

د پاکستان د علماوو مشر علامه طاهر اشرفي، چې افغانستان کې یې د جهاد فتوار ورکړې وه، د پاکستاني پولیسو له خوا د شرابو له بوتلو سره یو ځای ونیول شو.


د پاکستان د علماوو مشر علامه طاهر اشرفي، چې افغانستان کې یې د جهاد فتوار ورکړې وه، د پاکستاني پولیسو له خوا د شرابو له بوتلو سره یو ځای ونیول شو.
د جمهور آژانس د خبر له مخې علامه طاهر اشرفي د پاکستان د دیني عالمانو مشر دوه کاله وړاندې په افغانستان کې جهاد فتوا ورکړې وه او ویلي یې و، چې په افغانستان، کشمیر او فلسطین کې جهاد روا دی.
خو اوس د پاکستاني رسنۍ وايي، چې د دغه هېواد پولیسو تېره ورځ د طاهر اشرفي په موټر کې د شرابو بوتل نیولي او دی یې هم ورسره نیولی دی.
باید وویل شي، چې دا خبره د پاکستان نیوز تریب خبري سایټ له خوا نشر شوې ده، او ویلي یې دي، چې طاهر اشرفي د پولیسو له خوا د هغه د موټر د تلاشۍ پر مهال نیول شوی دی.
خو په ورته وخت کې د پاکستان د علماو ویاند مولانا زاهد محمود قاسمي د اشرفي نیونه یوه توطیه بللې او ویلي یې دي، چې دا کار د اشرفي د بدنامولو له پاره شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې طاهر اشرفې له دې وړاندې هم یو ځل په داسې حال کې د پاکستاني پولیسو له خوا نیول شوی و، چې د شرابو نشه یې کړې وه.
جمهور آژانس:کابل


کد مطلب: 71127

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/71127/

جمهور
  https://www.jomhornews.com