ننګرهار کې پڼځه غلچکي بریدګر نیول شوي

30 سنبله 1394 ساعت 13:15

د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست وايي، امنیتي ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د غلچکي بریدګرو یوه پنځه کسیزه ډله نیولې ده.


د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست وايي، امنیتي ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د غلچکي بریدګرو یوه پنځه کسیزه ډله نیولې ده.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د ملي امنیت له خوا خپره شوې خبرپاڼه وايي، دغه کسان د جلال آباد ښار د اوومې ناحیې د دوه سرکه په سیمه کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال نیول شوي خو نېټه یې نه ده ښودلې.
سرچینه وایي، چې نیول شوي کسان د وسله والو د قوماندان خالد او وفي الله د ډلې وسله وال دي.
په خبرپاڼه کې دې د نیول شویو کسانو نومونه احسان الله د سید وزیر زوی، محمد امین د محمد الدین زوی، رسول خان د عبدالکریم زوی، قدرت الله د ملاجان زوی او نصیر احمد د فدا محمد زوی ښودلي، چې د ننګرهار اوسېدونکي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دې کسانو په جلال آباد ښار کې یې د غلچکي بريدونو، چاودنو او نورو دولت ضد کړنو کې يې لاس درلودى او بالفعل له یوې بې غږه تفنګچې، دوه مقناطیسي ماینونو او ماینونو ته د چاودنې ورکولو له یو شمېر توکو سره نیولي دي دي.
تر اوسه وسله والو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهور آژآنس
معروف سادات:ننګرهار


کد مطلب: 71124

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/71124/

جمهور
  https://www.jomhornews.com