بادغېس کې د طالبانو مهم قوماندان نیول شوی

30 سنبله 1394 ساعت 11:55

د بادغېس امنیتي چارواکي وايي، افغان ځواکونو په دغه ولایت کې د طالبانو یو مهم قوماندان له پنځو ملګرو سره یو ځای نیولی دی.


د بادغېس امنیتي چارواکي وايي، افغان ځواکونو په دغه ولایت کې د طالبانو یو مهم قوماندان له پنځو ملګرو سره یو ځای نیولی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه طالب قوماندان ملا توپان نومېږي، چې تېره ورځ له خپلو ملګرو سره یو ځای يه قادس ولسوالۍ کې نیول شوی دی.
امنیتي چارواکي زیاتوي، چې له دغه قوماندانه یو شمېر وسلې هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې دي.
دوی وايي، ملا توپان د دې ولایت په ډېرو ترهګرو فعالیتونو کې لاس درلود.
خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهور آژآنس:کابل


کد مطلب: 71121

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/71121/

جمهور
  https://www.jomhornews.com