کمپبل:

افغانستان کې د هېڅ يو موازي حکومت او يا حرکت ملاتړ نه کوو

30 سنبله 1394 ساعت 11:28

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان کمپبل وايي، ناټو د ملي یووالي حکومت تر شاه ولاړه ده او په افغانستان کې د بل هېڅ موازي حکومت او یا حرکت ملاتړ نه کوي.


په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان کمپبل وايي، ناټو د ملي یووالي حکومت تر شاه ولاړه ده او په افغانستان کې د بل هېڅ موازي حکومت او یا حرکت ملاتړ نه کوي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې کمپبل ویلي، که څه هم د ملي یووالي حکومت په ځینو برخو کې له یو شمېر ګواښونو سره مخ دی، خو په وینا یې حکومت د دې ګواښونو پر وړاندې جدي اقدامات او کلکه مبارزه کوي.
کمپبل زیاته کړې، چې د ناټو د روزنې ماموريت په افغانستان کې د هېڅ ډول موازي حکومت يا حرکتونو ملاتړ نه کوي، بلکې له ملي يووالي حکومت څخه بشپړ ملاتړ کوي او تر شا يې ولاړ دى.
دغه راز هغه ویلي، چې د افغانستان ملي دفاعي ځواکونه هم له خپل حکومته ملاتړ کوي او افغان ولس هم بايد د خپلو ځواکونو او حکومت ملاتړ وکړي.
کمپبل په داسې حال کې ده څرګندونې کوي، چې په دې وروستیو کې داسې اوزاې خورې شوې، چې ګنې ځینې سیاسي مشران او د تېر حکومت پلویان غواړي یو موقعت حکومت رامنځ ته کړي.
دغه راز په دې وروستیو کې د ځینو سیاسي مشرانو له خوا د افغانستان څخه د دفاع تر عنوان لاندې غونډې هم جوړېږي، چې د خلکو اندېښنې یې زیاتې کړې.
جمهور آژآنس:کابل


کد مطلب: 71117

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/71117/

جمهور
  https://www.jomhornews.com