په کوټ ولسوالۍ کې ۲۱ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

30 سنبله 1394 ساعت 10:12

امنیتي چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۲۱ تنو د دولت وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


امنیتي چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۲۱ تنو د دولت وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه وسله والو ته تېره ورځ د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال وايي، په عملیاتو کې ۱۲ وسله وال وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.
دی زیاتوي، چې د دغه عملیاتو په تر څ کې په ځینو سیمو کې امنیتي پوستې هم جوړې شوې او عملیات لا هم دوام لري، خو د افغان ځواکونو او ولسي وګړو د زیان په اړه یې څه ونه ویل.
تر اوسه د دولت وسله والو مخالفینو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په همدې کوټ ولسوالۍ کې د داعش وسله والو د یوه قوماندان بخیتار په ګډون ۵ تنه داعشیان وژل شوي وو.
جمهور آژآنس
معروف سادات:ننګرهار


کد مطلب: 71113

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/71113/

جمهور
  https://www.jomhornews.com