کندهار کې ماین چاودنې دوه تنه وژلي

30 سنبله 1394 ساعت 8:29

چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې د ولسي وګړو پر موټر د سړک د غاړې ماین چاودنې دریو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.


چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې د ولسي وګړو پر موټر د سړک د غاړې ماین چاودنې دریو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ د کندهار ولایت د نېش ولسوالۍ په کندي کلي کې رامنځ ته شوې ده.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک وايي، چاودنه د ولسي وګړو پر بای فور موټر رامنځ ته شوې، چې له امله یې دوه ولسي وګړي وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
تر اوسه د دغه چاودنې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په کندهار کې د پولیسو پر یوې امنیتي پوستې د موټر بم ځانمرګي برید په ترڅ کې هم دوه پولیس وژل شوي او یو ولسي وګړی ټپي شوی وو.
جمهور آژآنس:کندهار


کد مطلب: 71108

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/71108/

جمهور
  https://www.jomhornews.com