د ننګرهار د ۶ ولسوالیو ولسوالان له دندو لرې شول

29 سنبله 1394 ساعت 14:18

د ننګرهار چارواکي وايي، د دغه ولایت د ۶ ولسوالیو ولسوالان یې له دندو لرې او پر ځای یې نوي کسان ټاکلي دي.


د ننګرهار چارواکي وايي، د دغه ولایت د ۶ ولسوالیو ولسوالان یې له دندو لرې او پر ځای یې نوي کسان ټاکلي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د ننګرهار د ولایتي چارواکو له لوري د اچین، دوربابا، ګوشتې، کوز کنړ، دره نور او کوټ ولسوالان لرې او پر ځای یې نوي ولسوال ګومار شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند ویاند احمد ضیا عبدالزی وایي، د اچین او دوربابا ولسوالیو ولسوالان خپلو دندو ته استول شوي او د پاتې څلورو نورو ولسوالیو د ولسوالانو منظوري شوې، چې دوی به هم ژر خپلې دندې پيل کړي.
هغه زیاتوي چې د ننګرهار والي په اداره کې د بدلونونو او اصلاحاتو په اړه له ولسمشر او د سیمه‌ییزو ارګانونو له لوی ریس سره خبرې کړې او د نورو بدلونونو لړۍ به هم روانه وي.
جمهور آژانس
معروف سادات:ننګرهار


کد مطلب: 71096

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/71096/

جمهور
  https://www.jomhornews.com