یو لوړ پوړی پاکستاني پلاوی کابل ته راځي

28 سنبله 1394 ساعت 10:53

پاکستانۍ رسنۍ وايي، یو لوړ پوړی پاکستاني پلاوی به په نېږدې، کې کابل ته سفر وکړي او د دغه هېواد له چارواکو سره د ترهګرۍ پر وړاندې پر مبارزې خبرې وکړې.


پاکستانۍ رسنۍ وايي، یو لوړ پوړی پاکستاني پلاوی به په نېږدې، کې کابل ته سفر وکړي او د دغه هېواد له چارواکو سره د ترهګرۍ پر وړاندې پر مبارزې خبرې وکړې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې که څه هم پاکستاني رسنیو د دغه پلاوی د راتګ نېټه نه ده په ګوته کړې، خو د یوه پاکستاني چارواکو له قوله یې ویلي، چې دغه پلاوی به د پېښور د وروستۍ پېښې په تړاو کابل ته سفر وکړي.
د پاکستان اکسپرس ترېبیون ورځپاڼې د دغه پاکستاني چارواکي چې نوم یې نه دی ښودل شوی له قوله ویلي، چې دغه پلاوی به پر کابل فشار راوړي، چې د ترهګرۍ سره کلکه مبارزه وکړي.
پاکستان تور پورې کړۍ، چې د پېښور په بډه بېره هوايي اډه چې کوم برید تېره ورځ وشو، او په کې ۶۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، په افغانستان کې پلان شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دغه ادعا په کلکه رد کړې او ویلي یې دي، چې افغانستان له تېرو ۱۴ کلونو راهیسې د ترهګرۍ قرباني دی.
پاکستان پر افغانستان دغه تور پر داسې مهال پورې کوي، چې څه موده وړاندې په کابل کې د ریکا له غونډې وروسته د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز په اسلام آباد کې رسنیو ته وویل چې وروسته له دې به پاکستان او افغانستان یو پر بل تورونه نه پورې کوي.
جمهور آژآنس:کابل


کد مطلب: 71029

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/71029/

جمهور
  https://www.jomhornews.com