د زابل د مرکزي روغتون مشر ډاکتر زلمی رښتین وايي، چې د پېښې له ځایه تر اوسه پورې دوی ته ۸ تنه مړي او ۲۵ تنه ټپیان وروړل شوي دي.
زابل کې د ترافیکي پېښې له امله ۳۳ تنو مرګ ژوبله واوښته
9 دلو 1393 ساعت 10:47
د زابل د مرکزي روغتون مشر ډاکتر زلمی رښتین وايي، چې د پېښې له ځایه تر اوسه پورې دوی ته ۸ تنه مړي او ۲۵ تنه ټپیان وروړل شوي دي.
په زابل ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۳۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښې ده.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه پېښه نن سهار د زابل ولایت مرکز کلات ښار ته څېرمه رامنځ ته شوې ده.
چارواکي د پېښې پخلی کوي، خو وايي په اړه به یې نور جزیات وروسته ورکړي.
بل خوا د زابل د مرکزي روغتون مشر ډاکتر زلمی رښتین وايي، چې د پېښې له ځایه تر اوسه پورې دوی ته ۸ تنه مړي او ۲۵ تنه ټپیان وروړل شوي دي.
په مرکزي روغتون کې ټپیانو ته د وينې زيات ضرورت پيدا شوى او له خلکو غوښتل شوي چې ټپي شويو کسانو ته وينه ورکړي.
د پېښې جزیات به وروسته په لیکه شي.
جمهور آژآنس: زابل
کد مطلب: 61542
آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/61542/