استرلیا له افغانستان سره ۳۰۰ میلیونه ډالرمرسته کوي

6 دلو 1393 ساعت 14:26

د اسټرالیا د بهرنیوچارو وزیره وایې، هېواد یې له افغانستان سره ترراتلونکو دوو کلونو پورې ۳۰۰ میلیونه ډالر مرسته کوي.


د اسټرالیا د بهرنیوچارو وزیره وایې، هېواد یې له افغانستان سره ترراتلونکو دوو کلونو پورې ۳۰۰ میلیونه ډالر مرسته کوي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه څرګندونې د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې جولي بیشوپ نن دوشنبې د افغانستان له اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله سره په یوه خبري غونډه کې وکړې.
نوموړې وویل چې هېواد به یې تر راتلونکو دوه کلونو پورې له افغانستان سره ۳۰۰ میلیونه ډالر مرسته وکړي او دا پسې به په بېلا بېلو ملکی برخو کې ولګول شي.
هغې په خپلو خبرو کې وویل«د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۷ کلونو ترمنځ به موږ درې سوه میلیونه ډالرمرستې وکړو. دغه مرستې به په خصوصي سکټور او د اقتصادي فرصتونو د رامنځ ته کولو په برخو و لګول شي.»
اغلې بیشوپ وویل چې، هېواد یې له دې وړاندې له افغانستان سره په ملکي برخوکې شاوخوا یو میلیارد ډالر مرستې کړې ده او له دې وروسته به هم د افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
په ورته وخت کې د حکومت اجرایې رئیس عبدالله عبدالله له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د اسټرالیا له مرستو مننه وکړه او د دغو مرستو د دوام غوښتنه یې وکړه.
جمهور آژآنس: کابل


کد مطلب: 61410

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/61410/

جمهور
  https://www.jomhornews.com