ولسمشر غني ټول وزیران سرپرستان کړل

9 میزان 1393 ساعت 14:04

د جمهور آژآنس د خبر له مخې ښاغلي غني د یوه فرمان له مخې ویلي چې هېڅ وزیر یا مشر د نوي کابینې تر اعلانېدو پورې نه کوم مامور منفک کولی شي او نه یې هم په دنده ګومارلی شي.


د افغانستان ولسمشر ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي د مخکني حکومت ټول وزیران او ادارو مشران د سرپرستانو په توګه وټاکل.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې ښاغلي غني د یوه فرمان له مخې ویلي چې هېڅ وزیر یا مشر د نوي کابینې تر اعلانېدو پورې نه کوم مامور منفک کولی شي او نه یې هم په دنده ګومارلی شي.
نوموړي په دغه فرمان کې ویلي، چې د نوې کابینې تراعلانېدو پورې به د پخوانۍ کابینې ټول وزیران او مشران سرپرستان دي.
د ښاغلي غني په دغه فرمان کې راغي، چې دا کار یې له دې امله کړی، چې د وزیراتونو او خپلواکو ادارو په چارو کې ځنډ خنډ رامنځ ته نه شي.
ده ویلي«ټول وزارتونه او خپلواکې ادارې د نویو وزیرانو او د خپلواکو ادارو د مشرانو تر مشخصولو پورې باید له هر راز ګومارلو یا لیرې کولو څخه ډډه وکړي.»
باید وویل شي چې ولسمشر غني د خپل کار له پیل سره سم د کورنیو چارو پخوانی وزیر محمد حنیف اتمر د ملي امنیت د مشارو په توګه وټاکه.
د یوه بل فرمان له مخې، ښاغلي احمدزي د ولسمشرۍ دفتر د وزیرانو شورا دارالانشاء د چارو د ادارې له لوی ریاست سره یوځای کړی، چې اجرایه قوې ته به د لوړپوړو حکومتي بنسټونو راپور ورکول هم له دې لارې وړاندې کېږي.
له دې وروسته یې د یوه بل فرمان له مخې د مالیې اوسنی سپرست وزیر حضرت عمر زاخیلوال د خپل اقتصادي مشاور په توګه وټاکه.
تر دې وروسته ښاغلي غني د کابل بانک په اړه هم یو فرمان صادر کړ او په کې یې جدي غوښتنه او امرکړی، چې د کابل بانک دوسیه دې بیا وڅېړل شي.
جمهور آژآنس: کابل


کد مطلب: 56734

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/56734/

جمهور
  https://www.jomhornews.com