۰
اغا جان معتصم:

په هیواد کې د واک د لیږد په بهیر کې ټولو جهتونو ته د ډير زغم، تدبر، بصيرت اړتیا ده

دوشنبه ۱۶ سرطان ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۵۳
د طالبانو د واکمنۍ یوه پخواني غړي ملا اغاجان معتصم په یوه تازه پیغام کې ویلي، چې هېواد په ډېر حساس حالت کې دی او له ټولو اړخونو یې غوښتي، چې د واک د لېږد په بهیر کې له پوره ژورتیا، پوهې، فکر او زغم څخه کار واخلي.
په هیواد کې د واک د لیږد په بهیر کې ټولو جهتونو ته د ډير زغم، تدبر، بصيرت اړتیا ده

د طالبانو د واکمنۍ یوه پخواني غړي ملا اغاجان معتصم په یوه تازه پیغام کې ویلي، چې هېواد په ډېر حساس حالت کې دی او له ټولو اړخونو یې غوښتي، چې د واک د لېږد په بهیر کې له پوره ژورتیا، پوهې، فکر او زغم څخه کار واخلي. د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي معتصم ویلي، چې د افغانانو تر منځ ستونزه یوازې افغانان حل کولای شي، او پر ټولو افغاني خواوو یې غږی کړي، چې خپلې ستونزې په خپلو کې سره هوارې کړي.
هغه په دې پیغام کې ویلي، لکه چې ټولو ته معلومه ده په ګران هیواد کې وضعيت یوې حساسي مرحلې ته داخل شوی او دا ضرورت تر بل هر وخت اوس ډير احساس کيږي چې افغاني جهتونه که هغه حکومت وي او که مسلح جهادي مقاومت، که سياسي تنظیمونه وي او یا هم سياسي شخصيتونه په خپل هر راز تعامل او چلند کې ملي او اسلامي ارزښتونه په پام کي ونيسي او هغو ته ژمن و اوسيږي.
د هغه په خبره نو په هیواد کې د واک د لیږد په بهیر کې ټولو جهتونو ته د ډير زغم، تدبر، بصيرت او فراست د څرګندولو ضرورت دی. موږ هيله من یو چې ټول جهتونه به اوسنیو حالتونو ته په کتلو سره یو ځل بیا په دې حقيقت فکر وکړي چې یواځې افغانان کولای شي چې دخپل منځي سياسي تفاهم په نتيجه کې ټول کړکيچونه اولانجې هوارې کړي او خپل هیواد دروان بحران څخه راوباسي او یواځې افغانان دي چي د خپل منځي ورورۍ او صلحي د رشتو د ټينګولو له لارې به د وطن او ملت راتلونکی خوندي او ودان کړی .
همداراز نوموړي ویلي يو بل حقيقت ته په اشاره سره باید ووايو په دې کي شک نشته چې زموږ ملت او مجاهدینو په ګډه سره د یرغلګرانو پر خلاف جهاد د خپلې ایماني فريضې او ملي وجيبې په حيث د بري تر مقدسه پړاوه ورساوه، يرغلګران یې شکست او تيښتې ته اړ ايستل، خو دحتمي بري او کاميابۍ خوا ته لا هم ډيره لاره پاته ده، او هغه په دې ډول چې له هیواد نه د جګړې ټغر ټولول، سوله او ثبات رامنځته کول او د شهیدانو، مجاهدینو او ټول ملت له ارمانونو سره سم د يوه بيساري ممثّل اسلامي ملي نظام د رامنځته کولو هدفونه لا هم زموږ څخه ليرې دي . اوس چې تر ډيره بریده له خارجي اشغالګرانو سره جګړه محدوده شوي ده او بالمقابل اوس تر ډيره افغاني لوري د جګړې په ډګرونو کې سره مخامخ دي، ځکه نو اوسنی حالت دې ته ډيره اړتیا لري چې مجاهدین وروڼه له مخالفینو او نور ولس سره په چلن کي بشپړ تغير راولي اوشرعي معيارونه په کامل ډول په پام کي ونيسي. مجاهدين وروڼه باید پدې پوه وي چې د اسلامي فقهې په رڼا کې جهاد یا قتال حسن لغيره یعنی د یوه بل مقصد لپاره نیک کار بلل شوی، کنه نفس قتال او نفس جګړه هیڅکله هم ښه کار ندی. ځکه نفس قتال او جګړه په ناروا او ناحقه ډول د انسانانو د وژلو او ښارونو د تخريبیدلو او کښتونو، کروندو، ویالو، لښتیو، سړکونو، روغتونونو،نورو
عامالمنفعه تأسيساتو د تخريب او د ډيرو تباهیو ، ورانیو اوبالآخره په مجموع کي د ژوند له منځه وړلو سبب کيږي. ځکه نو مجاهدین وروڼه باید د پورته اصل الاصول په نظر کې نیولو سره له خلکو سره ډیر ښه چلن وکړي. مجاهدین باید هيڅ داسې کار ونکړي چې خدای مکړه د هغوي د بدنامۍ، د جهاد د بدنامۍ،د ولس د ازار،اذيت او زموږ دټولګټو ملي تأسيساتو دتخریب او له منځه وړلو سبب شي.
که خدای مکړه مجاهدین په جګړه کي د هوا او هوس په تقاضا ولاړ شي، د ولس ازار او اذيت ته ملا وتړي، په ځیني پلمو او وړو موضوعاتو باندې د خلکو وهلو، ټکولو او نقصان رسولو ته لاس واچوي نو د جهاد فی سبيل الله هدف به سلب شي، جګړه به بیاپه داسي حالت کې د نفساني خواهشاتو او غرایزو د پوره کولو او اقتدار ته درسولو یوه آله وګرځي او په دې ډول به یې تقدّس له منځه لاړ شي، ځکه جګړه یواځې هغه مهال جهاد بلل کیږي چې اعلاء دکلمة الله یې هدف وي.
دغه حقيقت ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم په یوه مبارک حديث کې داسې اشاره هم شویده:
عن أبي موسى الأشعريِّ – رضي الله عنه – ، قَالَ : سُئِلَ رسولُ الله – صلى الله عليه وسلم – عَنِ الرَّجُلِ يُقاتلُ شَجَاعَةً ، ويُقَاتِلُ حَمِيَّةً، ويُقَاتِلُ رِيَاءً، أَيُّ ذلِكَ في سبيلِ الله ؟ فقال رَسُول الله – صلى الله عليه وسلم – : (( مَنْ قَاتَلَ لِتَكونَ كَلِمَةُ اللهِ هي العُلْيَا ، فَهوَ في سبيلِ اللهِ )) مُتَّفَقٌ عَلَيهِ .
ترجمه: له حضرت ابي موسی الاشعري رضي الله عنه نه روایت دی چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وپوښتل شول چې یو سړی د دې لپاره جنګيږي چې خلک یې زړور وبولي، او یو څوک د قومي یا قبيلوي حميت له مخې د خپلو نسبیانو او عزیزانو د ملاتړ لپاره جنګیږي او یو څوک بيا خلکو ته د ځان ښودلو لپاره جنګيږي، په دې کې کوم یو د خدای جل جلاله په لاره کې جنګيږي. رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل هغه څوک چې د خدای جل جلاله د دین د پياوړي کولو لپاره جنګيږي، د الله په لاره کې جنګيږي.
د پورتني نبوي ارشاد په رڼا کې ويلای شو چې ټول هغه اقدامات چي جهاد له خپل مسيره (اعلاء کلمة الله) نه منحرف کړي، هغه جهاد له في سبیل الله قتال نه یوې نامقدسي او ناروا جګړې ته راباسي.
ځکه نو موږ په خپلو مجاهدینو وروڼو غږ کوو چې له ټولو هغو اقداماتو څخه ډډه وکړي چې جهاد له خپل اصلي مسير نه منحرف کوي. دوي باید چې د ولس له هر راز ځورونو څخه ځانونه په جدّي ډول وساتي او هميشه باید دخپل قدرمن اوغيور ولس په خدمت کې پاته سي او همدارا زموږ ملي او ولسي ګټوته ژمن او وفادار واوسيږي .
ملي عام المنفعه تأسيسات، تعليمي او روزنيزي مؤسسې او پوهنتونونه زموږ د ملت مشترکه ممتلکات دي. د هغوي هر راز معنوي او مادي وده د مجاهدینو له وجائبو (اسلامي او ملي دندو) څخه ده. د پوهنتونونو، جامعاتو او مکاتبو استادان زموږ د ټولنې یوه مهمه هسته اوډير محترم قشر دی داقشر زموږ دهيواد څخه دجهل تیارې ليرې کوی د علم اوعرفان په ځلانده لمر سره مو وطن راته روښانه وی او دا هغه طبقه ده چې يوازېاويوازې د دوی پر هڅو زموږ دهيواد وداني او دولس نيکمرغي بناء کيږی هغوي خوندي ساتل، د هغوي د حيثیت احترام کول زموږ ديني او ملي وجيبه ده .
او بل داچې داهغه محترم قشر دی چې زموږ دګران پيغمبر (ص) متابعت کوی او دامطلب په حديث شریف کي داسي بيان شوی دی قال رسول الله(ص):« انمابعثت معلما» ژباړه : بيشکه زه تاسوته ښونکی راليږل شوی یم . نو پدې اساس موږ باید دخپلې ټولنې دزده کړو کسانو سره په چلن کې له دغه نبوي ويناڅخه دا اندازه ولګوو چې دمسلمانو له جملې نه په تيره بیا زده کړو افرادو، استادانو او معلّمانو سره باید لا ښه چلن وشي او که په کومو مواردو کې خپل سري خلک د مجاهدینو په عنوان او نامه باندي داسې چلند وکړي چې زموږ اسلامي او ملي ګټې یې نه ایجابوي، نو مسؤل جهتونه باید له داسې چلن نه په زغرده د برأت اظهار وکړي لکه رسول اکرم صلی الله علیه وسلم چې د حضرت خالد بن وليد رضي الله عنه د لښکر له هغه نامناسب چلن نه چې علت یې یوه اجتهادي تيروتنه وه د برأت اظهار وکړ او ويې فرمايل: (( اللهم اني أبرأ إليك مما فعل خالد )) ای الله، زه د خالد له عمله ستا پر وړاندې د برأت اظهار کوم!
همدا راز د دولت لوری هم باید په خپل وار سره ټولو افغاني او انساني ارزښتونو ته ژمن واوسيږي او د عام ولس ځورول، د هغوي د کورونو پلټل او په توقيف خانو کې په ناحقه د افغانانو ساتل داسې اعمال دي چې زموږ په ټولنه کې د نورو بدبختیو عامل ګرځي او د سولې او ثبات په لاره کې خنډونه ایجادوي. په تيره بیا د محاکمو او نورو عدلي او امنیتي ارګانونو کارکونکي باید له ولس سره په خپل تعامل کي ژور بدلون راولي او خپل چلند د دین او هیواد له ګټو سره عیار کړي، نه دا چي د خپلو څو ناچیزه مادي ګټو لپاره ملي او ديني ګټې له پامه وغورځوي .
بناءً موږ د تاریخ په دغه حساس پړاو کي یو ځل بيا پر ټولو جهتونو ږغ کوو چې دا وخت د شخصي او ګروهي مفاداتو لپاره د مبارزې او مسابقې ندی، بلکې دا وخت د ملي مفاداتو د تأمین لپاره د کار کولو دی.روان بحران ختمول او وطن مو وران ویجاړ پروت دی ودانول غواړي، موږ ټول باید د وران وطن د ودانولو په لاره کې له ملي ارادې او افغاني عزم څخه کار واخلو او دښمن ته اجازه ورنکړو چې د قومي، نژادي او ژبنیو اختلافاتو په عنوانولو سره زموږ تر منځ د دښمنۍ تخم وشيندي.
والسلام علیکم ورحمةالله وبر…… ورور مو ملااغاجان معتصم

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین