۰

د نيوزيلنډ او کينيا کرکټ روزونکی افغان ملي ټيم ته روزنه ورکوي

پنجشنبه ۲۲ جوزا ۱۳۹۳ ساعت ۰۹:۲۶
افغان کرکټ بورډ اداره وايي، د نیوزیلنډ او کینا کرکټ ټیمونو پخوانی روزونی افغان ملي ټیم ته د بالينګ په برخه کې روزنه ورکوي.
د نيوزيلنډ او کينيا کرکټ روزونکی افغان ملي ټيم ته روزنه ورکوي

افغان کرکټ بورډ اداره وايي، د نیوزیلنډ او کینا کرکټ ټیمونو پخوانی روزونی افغان ملي ټیم ته د بالينګ په برخه کې روزنه ورکوي.
د افغانستان کرکټ بورډ چارواکي وايي، اندري مولز، چې د روزنې په برخه کې ۲۸ کلنه تجربه لري، د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم د بالينګ په برخه کې روزونکي ګومارل شوی دی.
باید وویل شي، اندري مولز، د څلورمې کچې روزونکی دی،
هغه د کينيا ټيم په ۲۰۰۵ ميلادي کال د نړيوال جام تر نيمه پايلوبې پورې رسولي و.
نوموړی د انګليستان د نولس کلونو د ټيم روزونکی هم پاتې شوی او له ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۰۹ پورې د نيوزيلنډ د کرکټ د ملي ټيم روزونکی و.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د کرکټ ملي ټيم د کرکټ د ۲۰۱۵ ميلادي کال د نړيوال جام لپاره تياري نيسي.
همدا اوس مهال په کابل کې د افغان کرکټ ملي لوبغاړو تمرین او روزنه لګیا دي.
جمهور آژانس: کابل

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین