بې پیلوټه بريد دریو وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې

21 جوزا 1393 ساعت 9:08

چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې په برید کې دریو تنو وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته.


 چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې په برید کې دریو تنو وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته.
د جمهور آژانس د خبر له مخې چاراکي زیاتوي، چې بې پیلوټه الوتکې تېره شپه د ننګرهار ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې د وسله والو یو کرولا موټر په نښه کړی وو.
شېرزادو ولسوالۍ یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، د بې پیلوټه په دې برید کې د قاري شمس او قاري صدیق په نامه دوه وسله وال وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
سرچینه وايي، چې په برید کې د وسله والو کرولا موټر په بشپړه توګه له منځه وړل شوی دی.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلی.
بل خوا د ننګرهار په پچیراګام ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۸ تنه ولسي وکړي ټپیان شوي دي.
چارواکي وايي، دغه پېښه تېره ورځ سهار هغه مهال رامنځ ته شوې، چې د ولسي وګړو د سپرلي ډاټسن موټر جلال آباد ښار ته روان چې د لارې په اوږدو د ماڼو ګانو په سیمه کې چپه شو.
د پچیراګام ولسوال میرباز بیان وايي په دې پېښه کې ۸ تنه ټپیان شوي چې درې تنه یې سخت ټپیان او پنځه نور برسېرن خوږ شوي دي.
هغه وايي، ټپیان د جلال آباد ملکي روغتون ته د درملنې په موخه وړل شوي دي.
جمهور آژانس
معروف سادات: ننګرهار


کد مطلب: 51140

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/51140/

جمهور
  https://www.jomhornews.com