د افغانستان تر ۱۹ کلنو د ټیت عمر کرکټ ټیم په نړیوالو لوبو کې خپلې سیالې لوبډلې نمیبیا ته په لوی توپیر ماته ورکړه.
افغانستان په کرکټ کې نمیبیا ته لویه ماته ورکړه
30 دلو 1392 ساعت 15:08
د افغانستان تر ۱۹ کلنو د ټیت عمر کرکټ ټیم په نړیوالو لوبو کې خپلې سیالې لوبډلې نمیبیا ته په لوی توپیر ماته ورکړه.
د افغانستان تر ۱۹ کلنو د ټیت عمر کرکټ ټیم په نړیوالو لوبو کې خپلې سیالې لوبډلې نمیبیا ته په لوی توپیر ماته ورکړه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه لوبې چې د تېرې جمعې ورځ په دوبۍ کې پیل شوې، دا د افغان لوبډلې دوهم بري دی، چې تر لاسه کوي یې.
د نن ورځې د لوبې پچه یا ټاس د نمیبیا لوبډل مشر وګټله او خپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
د نمیبیا لوبډلې د د ۵۰ اورونو په پوره کولو او د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ایله ۱۹۳ منډې تر سره او افغانستان ته یې د ۱۹۴ منډو هدف وټاکه.
د نمیبیا په لوبغاړو کې یو تن ښه وځلېده او ۸۴ منډې یې وکړې، چې اخر د مسلم موسي له خوا وسوځول شو.
په دې لوبه کې مسلم موسي ۳ شرف الدین شرف ۲ او دغه راز حشمت الله شهیدي یو نمیبیايي لوبغاړی وسوځاوه.
د افغانستان د لوبډلې له خوا د لوبې د پیل له پاره مجتبا او عثمان غني راکوز شول، چې تر یوه حده یې ښه ملګرتیا وکړه، خو د افغانستان د منډو کچه ۶۳ وه چې عثمان غني په ۱۳ منډو وسوځېده او ورپسې مجتبا ۵۰ منډو وسوځېده.
خو د احسان الله او حشمت الله شهیدي له خوا لوبه نور هم تېره او په زړه پورې شوه، چې احسان الله په ۳۱ منډو او شهیدي په ۵۲ منډو اوټ شول.
له دې وروسته د لوبډل مشر ناصر جمال احمدزي سره د نورو لوبغاړو ملتیا د دې لامل شوه، چې افغانستان په ۲۵.۳ اور کې د ۱۹۶ منډو په تر لاسه کولو سره نیمبیا ته ماته ورکړي.
افغانستان دغه لوبه نمیبیا څخه په داسې حال کې وګټه چې لا یې هم ۴ وکېټ او ۱۴۷ توپونه پاتې و.
جمهور آژانس: کابل
کد مطلب: 46309
آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/46309/