۰

د لښکرګاه ښاروالۍ لوبډلې د خپلواکۍ د سلمې کلیزې اتلولي وګټله

يکشنبه ۲۷ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۲
د لښکرګاه ښاروالۍ لوبډلې د خپلواکۍ د سلمې کلیزې اتلولي وګټله
د هلمند فوټبال فدراسیون په دغه ولایت د څلورو غوره لوبډلو ترمنځ د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کليزې په مناسبت غوره لیګ پيل کړی و، چې لښکرګاه ښاروالۍ لوبډلې د دغه لیګ اتلولۍ او د ريګستان بازانو بیا نایب اتلولي وګټله.
د دغه لیګ کې په پایلوبه کې د هلمند والي تورن جنرال محمد یاسین خان، د هلمند فوټبال فدراسیون رییس رنګین دفتاني، د ملي امنیت رییس جنرال طاووس خان او ګڼور نورو دولتي چارواکو او سوداګرو ګډون کړی و.

د هلمند فوټبال فدراسیون رییس د هلمند له ملي سوداګرو مننه وکړه، چې د یاد شوي لیګ مالي ملاتړ يې پر غاړه اخیستی و.
د یادونې وړ ده، چې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د افغانستان فوټبال فدراسیون د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ د فوټبال لوبې ترسره پيل کړې دي.
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین