۰
عبدالجبار قهرمان:

د هلمند جګړه مهارېدونکې ده، خو چارواکي یې قصدآ نه مهاروي

چهارشنبه ۲۰ اسد ۱۳۹۵ ساعت ۱۴:۲۳
په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازی عبدالجبار قهرمان وايي، په تول افغانستان په ځانګړي دول په هلمند کې روانه جګړه مهارېدونکې ده، خو وینا یې په حکومت کې ځینې لوړ پوړي چارواکي قصدآ د دغه جګړې مهار کولو ته اراده نه لري.
د هلمند جګړه مهارېدونکې ده، خو چارواکي یې قصدآ نه مهاروي

په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازی عبدالجبار قهرمان وايي، په تول افغانستان په ځانګړي دول په هلمند کې روانه جګړه مهارېدونکې ده، خو وینا یې په حکومت کې ځینې لوړ پوړي چارواکي قصدآ د دغه جګړې مهار کولو ته اراده نه لري.
ښاغلي قهرمان له جمهور آژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې دغه جګړه هم حکومت او هم د دولت وسله والو مخالفینو د خپلو شخصي ګټو په خاطر جاري ساتلې ده.
د افغانستان د وضعیت او په تېره بیا د هلمند د امنیتي حالت په اړه له ښاغلي قهرمان سره مرکه لاندې لوستلی شۍ.

تاسو چې هلمند ته د ولسمشر د خاص استازي په توګه تللی وی، د هلمند وضعیت اوس څنګه ارزوی؟
مننه ټولو ته سلامونه وړاندې کوم، د هلمند وضعیت د تشویش وړ وضعیت دی، په هلمند کې ډېرې بې کاره او د پردیو د ګټې جګړه ده، ګټې د چا دي، هم د منطقې په سطحه او هم د فرا منطقې په سطحه له دې جګړې څخه بهره پورته کوي، هم یې حکومتونه بهره پورته کوي او هم یې مافیايي ډلې، بستر چا ورته اور کړی، افغان حکومت او مسلح مخالفینو، لوی مسؤولیت د چا په غاړه دی، د افغان حکومت، حکومت چون قسم خوړلی او ملت مالیه ورته ورکوي، د مالیې څخه دوی قصرونه جوړوي، ښې ښې زندګۍ لري، د دوی اولادونه په بهر کې پرې زده کړې کوي، بنآ ملت پر دوی حق لري، چې د دغه ناروا، پردۍ او تپل شوې جګړې څخه ملت ته نجات ورکړي، ولې دا چې بدبختانه د دوی هم ګټې په کې دي، دوی په هغه ګټو باندې اکتفا نه کوي، چې هغه په اصولي ډول د خلکو له خوا دوی ته ورکول کېږي، چې معاش دی، کور دی امکانات دي، دوی نور هم غواړي، چې د ملت له بدبختۍ څخه د ځان په نفعه بهره برداري وکړي، په همدې خاطر قصدآ نه غواړي، چې دا جنګ مهار کړي، کنې د هلمند جګړه د مهار وړ ده، په افغانستان جګړه د مهار وړ ده، پر هغه امکاناتو چې د حکومت په اختیار کې دي، که حکومت وغواړي، که حکومت مصمم وي، که حکومت ښه مدیریت ولري، که حکومت د وطن دوستۍ حس ولري، حکومت حب د وطن ولري، د چارو مسؤولین د دغه بل اولادونه په اصطلاح چې په وینو کې لت پت کېږي، د دغه درد احساس کړي، زه تا ته اطمنان درکوم، هغه امکانات چې نړۍ والو د دوی په اختیار کې ورکړي دي کافي امکانات دي، دوی کولای شي د ښه مدیریت په نتیجه کې په دغه وطن کې د جنګ بستر ټول کړي، ولې د دوی ګټې بدبختانه په دوه جهته تر لاسه کوي، هم یې په اصولي ډول تر لاسه کوي او هم یې په غیر اصولي ډول د جګړې څخه تر لاسه کوي، که دی په هلمند کې، په کندوز کې په نورو ښارونو کې جګړه دوامداره ونه ساتي، ایا دغه مصرف چې دی دا روغنیات په بازار کې خرڅوي دا بیا دی چېرته خرڅ کړي؟ نو بیا خو خلک پوښتنه ترې کوي، چې جګړه نشته، دغه مهمات چې دی یې خرڅوي بیا یې چېرته خرڅ کړي، ځکه خلک پوښتنه ځینې کوي، چې جګړه خو نوره نشته، دغه په اصطلاح باندې خیالي عسکرو معاشونه او استفاده چې دی یې کوي، سبا یې نه شی کولای، دغه ټول عوامل دا دي، چې دواړه طرفونو د دې جګړې څخه د ځان په ګټه بهره پورته کوي، خاصتآ د چارو مسؤولین، که تاسې د چارو مسؤولین په کابل کې وګورۍ، ډېر لوی لوی قصرونه لري، که یې سابقه وزیران وګورۍ که یې اوسني وګورۍ، معینان، والیان، ریسان که په اصطلاح ټول وګورۍ د هر یوه ژوند که تاسې د خپل دقیق څار لاندې ونیسۍ ډېر مجلل ژوند لري، بچیان یې چېرې ژوند کوي، دوه کته ګورۍ دي، د یو چا خو ټول فامیل په بېرون کې ژوند کوي، د دهم درجې هغې بیا داسې دي، چې بچیان یې په بېرون کې تعلیم کوي، مریضېږي، تداوي په بېرون کې کوي نور یې د ده بلا د پس اش دلته خو که مري عام ولس به مري خلک به مري، که چېرې د مسلح مخالفینو اړخ ته ولاړ شي، هلته چې پاکستان ته بیا ولاړ شۍ، پېښور ته کوټې ته هلته چې د هغوی قصرونه وګورۍ د هغوی بنګلې وګورۍ د هغو د بچیانو سهولتونه وګورۍ بلکل به مو ذهن پر دې جوړ شي، چې دواړو طرفو مسؤولین له جګړې څخه د ځان په ګټه شخصي بهربرداري کوي، جعلي جنګ دی په دې ملت تحمیل شوی جنګ دی، د ګټو جنګ دی، ولې که چېرته ضمیر موجود وي که چېرې وجدان موجود وي که چېرې ترس د خدای ج نه موجود وي، که چېرې حب د وطن موجود وي، نو دا جنګ مکمن دی، چې مهار هم شي کنټرول هم شي.

قهرمان صیب تاسو په خپله مخنکۍ مرکه کې ویلي و، چې حکومت له طالبانو سره په مبارزه کې سهل انګاري کوي، آیا واقعآ هم حکومت له طالبانو سره د مبارزې په برخه کې په ځانګړي ډول په هلمند کې دغه مبارزې ته پام یا اراده نه لري؟
په ټول افغانستان کې په دغه جهت کې دوی توجو نه لري، نه تنها په هلمند کې، یو سړی چې غواړي طالبان، پردي خلک له خپله کوره راوګرځوي، نو هغه دوه تصیمه په اوله مرحله کې نیسي، جنګ چون د افغانانو جنګ نه دی، جنګ زموږ تر منځ نه دی، جنګ د بېرونه دلته تزریق کېږي، دې وطن ته را استول کېږي، دوی ته څه شی په کار دي، دوه شیان په کار دي اول په استخباراتي نهاد باندې دقیق کار کول، چې هغه دومره ظرفیت پیدا کړي، چې په بېرون کې ستا د بدبختۍ تصمیم نیول کېږي او ده هلته نفوذ کړی وي او مجردآ د تصمیم د نیولو سره دی اطلاع واخلي او د اطلاع وروسته ښه سرحدي قواو ولري، په سرحد کې یې جوړه کړي وي هغوی ته دنده وسپاري چې دغه پنځه غله را روان دي، موټر یې د انفلاکي موادو ډک کړی دی، دا تاسو په سرحدي کې مهار کړۍ، تاسو ملي امنیت استخبارات هم د ماشومانو په لاس ورکړي، هلته چې څوک په کې توظیف دي هغه ماشومان دي، ماشوم حتی د افغانستان څلور طرفه نه شي تشریح کولای، دا څه کوې، چې دوی ولاړ شي په بېرون کې د دښمن په اصطلاح باندې د تصمیم نیولو په مرجع کې نفوذ وکړي او سرحدي قوا په نامه باندې چې تاسو جوړ کړي دي، فقد یو خیال دی یو خوب دی، خلک مو بېولي دي هلته مو په سرحدونو باندې اچولي او خلک پرې شکوۍ، د خلکو په جېبو کې لویدلي، د خلکو څخه پیسې ټولوي، د افغانستان سرحدي خلاص ولاړ دی، لکه د ملا نصرالدین کلا، د ملانصرالدین یوه کلا درلوده، درې طرفو ته یې دېوال نه و، یو طرف ته دېوال او دروازه یې په کې اېښې وه او لوی قلف یې وراچولی و، چې دا زما کلا ده، ستاسو د کور سرحدونه هم عین یو حالت لري، نو دغه ټول عوامل چې سره یو ځای شي، دا دې ښکار ثبوت دی، چې دوی دغه جګړه قصدآ خپل کور ته راوړې تر څو خپل خلک په خپل کور کې په خپلو وینو ولبموي.

قهرمان صیب تاسو د هلمند د امنیت له پاره څه طرحې درلودې، چې دولت هغه ته پاملرنه ونه کړه؟
زه هلمند ته ولاړم ما په هلمند کې په ډېر لنډ وخت په دوه میاشتو کې هر څه بېرون کړل، څه شی مې بېرون کړل، د مخالفینو توانمندي، د مخالفینو ظرفیت او د هغوی امکانات، د افغان حکومت امکانات، د دوی ظرفیت، محیط او خلک دا درې واړه ما دقیقه مطالعه وکړه او ټول بېرون نویس کړل، کله چې ما د مخالفینو توانمندي ولیده، دېرش برابره د حکومت توانمندي پر هغوی زیاته ده په هره برخه کې، هم د انساني نیرو له لحاظه، هم د تخنیک او اسلحې د لحاظه هم د نورو سهولتونو د لحاظه هم په مادي لحاظ، په هر لحاظ چې تاسې فکر کوی د حکومت توانمندي دېرش برابره زیاته ده، د مخالفینو نه ولې دا چې په اصطلاح باندې دوی قصدآ دې ته زمینه برابره کړې، چې دا جنګ دوام وکړي، مخالفین هم چون د دولت ناکار بودن ويني هغوی هم زړه نه ښه کوي چې په حکومت باندې باور وکړي، هغوی هم ډېره لویه برخه دې ته زړه ښه کوي، چې مخالفینو ته ترجع ورکړي، هغه په څو دلایلو باندې، دی پوهېږي، چې دغه حکومت ما د چا څخه نه شي خلاصولی، هغه چې راځي ما وژني دی ما نشي خلاصولی، حتی تر طالب دغه حکومت پر خلکو نهایت ظلم کوي، نه د خلکو مال د خلکو دی، نه یې عزت نه یې شرافت، دا څه کوي چې دا کار کوي، حتی دا اوس لس دقیقې مخکې شل دقیقې مخکې د هلمند له قول اردو څخه خلک ما ته ویډیو رالېږي، راته وايي، چې قهرمان صیب قوماندان د قول اردو پرون وړمه ورځ دا درې ورځې کېږي، تقریبآ ۳۰۰ ټنه وسپنه یې خرڅه کړې ده هغه موټر چې ماین وهلی یو ټیر یې خراب شوی یو بل شی یې خراب شوی دا ټول یې ټن په درې سوه ډالره د پاکستان پر خلکو خرڅه کړه دا اوس موټران ډک ډک بارېږي انتقالېږي د قول اردو څخه بېرون یې سرایونه ورته نیول په دې کې ځای پر ځای کېږي بیا دوی زاړه چادران او دا شیان ټولوي او پر سر یې اچوي، هغه نور لاندې اېږدي، بیا پر دې لاره باندې پولیسو ته پیسې هم ورکوي ان تر بولدکه پورې، وختکې چې ستا د جنګ قوماندان، ستا د جنګ اساسي مسؤول په ځای د دې چې هلته جګړه کنټرول کړي، هلته د سرباز غم ورخوي، دی په دغه وخت کې هم په اصطلاح باندې په خرید و فروش باندې اخته یې آیا د دغسې شخصیتونو څخه دا هیله لرل، چې دی د ملت ته سوکالي راوړي، دې ملت ته سهولت راوړي دا غلته ده، په دغسې مدیریت په دغسې خاینانه مدیرت باندې قطعآ مکمنه نه ده، چې دا وطن وطن شي.

قهرمان صیب په هلمند کې د بهرنیو ځواکونو وضعیت څه ډول دی، او د دغه ځواکونو وضعیت او همغږي له افغان ځواکونو سره څنګه ده؟
خارجیانو د افغانستان دحکومت په برابر خپل مسؤولیت په ډېره ښه توګه سر ته رسولی دی، افغان حکومت ته یې دومره کافي امکانات ورکړي دي، چې تنها هلمند ته کوم تخنیکي، مالي، لوجستکي امکانات دوی برابر کړي دي، دا د یوه کوچیني مملکت د دفاع له پاره کافي دي، دا څه کوې چې د یوه ولایت د دفاع له پاره، ولې دا چې دا مسؤول چې څوک دی له دې څخه بهره نه شي پورته کولی، د جنګ په اوږدوالي کې خپلې ګټې لري خارجیان به څه وکړي، خارجیان دا اوس هم د دوی سره لګیا دي دا اوس هم چې وضعه نسبي د سقوط له حالت څخه وتلې دغه خارجیان دي، چې الوتکې یې پورته کېږي او مخالفین ولي، که نه په دوی کې هم دا استعدا او توانمندي نشته چې د دغه سوونو خلکو، هلته ډېر طالبان هم نشته هلته په ټول هلمند کې دا اوس په دغه جګړه کې چې دا ډېر لوی غالمغال هم جوړی دی، ۵۰۰ طالبان جګړه کوي، ولې دېرش زره قوه یې پر وړاندې ناتواني ښيي، ناتواني څه شی ده، هغه دا ده، چې مدیریت یې غلت دی، مدیریت یې ناسم دی، مدیریت پر اصولو نه دی عیار مدیریت یې پر ګټو عیار دی، مدیریت له کابل سره شریک دی، کابل ته هم پیسې رالېږي، خپله یې هم کمايي کوي، شل روپۍ چې هلته غلا کوي، پنځلس یې کابل ته رالېږي، پنځلس خپل جېب ته اچوي، په کابل کې هم د چارو مسؤولین د هغوی دفاع کوي او لذت ترې وړي.

قهرمان صیب په هلمند یو له عمده ستونزو څخه د کوکنارو کښت دی، دغه کښت څومره د هلمند په ناامنیو کې رول لري؟
ډېر شیان هلته نقش لري، تریاک به هم لږ نقش لري، موږ په هلمند کې په نیمروز کې په فراه کې زه به تاسو ته دا درې ولایته مثال و وایم اضافه تر یو ملیون کوره د طالبانو په اختیار کې ورکړي، یو میلون کورونه چې په هر کور کې بیا لس پنخلس کسه لري، دا یو عالم خلک دي، له دې نه طالب اقتصادي بهره برداري کوي، له دغه یو میلیون کورنونو څخه چې طالب په کال کې زر افغانۍ ګټه وکړي، د عشر په نامه، د ذکات په نامه د کومک په نامه دا یو ملیارد افغانۍ کېږي، اضافه تر دې په دې درې ولایتونو کې په یو لک جرېبه ځمکه باندې تریاک کرل کېږي، که د هر لس جریبه څخه دی د یوه میل وسلې د رانیولو له پاره بهره برداري وکړي، له دې څخه دومره بهره برداي کېږي، چې لس زره میله وسله پرې اخیستلای شي، وختکې چې لس زره میله سلاح اخیستلی شي، یو ملیارد افغانۍ د مهماتو د اعاشې هم پیدا کولی شي، هلته یې پنځه زره کورونو ته برق ورکړی د کجکي برق یې ورکړی، د هر کور نه چې په دریو میاشتو کې زر افغانۍ ګټه وکړي دا د کال په څلور موسمه کې شل زره لکه روپۍ ګټه کوي دا شل زره لکه کافي روپۍ دي، چې جګړه پرې دوامداره وساتي، دا چا کړي دي؟ دا افغان حکومت کړي دي، افغان حکومت دوی ته دغه بستر هوار کړی دی، د خلکو لاسونه یې تړلي دي، خلک یې دوی ته تسلیم کړي دي او دوی (طالبان) له خلکو څخه بهره پورته کوي پر دې سربېره هلته نور چور هم روان دی، ځکه هلمند یو زراعتي سیمه ده، دا ټول خپل رول لري، دا د افغان حکومت مکلفیت دی چې باید دوی خلک له هغوی څخه وساتي تر څو هغوی له خلکو څخه بهره برداري ونه کړي، او د جنګ وړتیا پیدا نه کړي، د دې ټولو مسؤولیت د افغان حکومت په غاړه دی.

قهرمان صیب هغه څه چې د مخدره موادو څخه لاس ته راځي، څه کېږي، چېرته ځي او کومې ډلې په نقش لري.
دغه مواد مخدر نه دي، دا هم په پاکستان کې د مخالفینو بنګلې پرې جوړېږي او هم ستا په وطن کابل کې په هلمند او هم یو تعداد خلک له دې لارې دومره کمايي کوي، چې په بېرون کې په دوبۍ او جرمني کې یې د دغه پیسو څخه بنګلې جوړې کړي دي.

قهرمان صیب یو بل سوال ځینې راپورونه وو چې په هلمند کې د یورانیمو پر سر د بهرنیانو تر منځ اختلاف هم ستونزې زېږولې، ایا دا خبرې رښتیا دي؟
دا غلته ده، سمه ده، چې هلمند یورانیم لري، ولې یورانیم یو پروسجر لري، چې هغه باید استخراج شي، یورانیم داسې نه دي، چې هلته په صندوق کې پراته دي او یو غټ تخنیک او ماشینري ورته پکاره ده، دا حقیقت نه لري یوه اوازه ده.

 آیا په هلمند کې د طالبانو تر منځ خپل منځي جګړه شته؟
بلکل د دوی تر منځ خورا لوی اختلاف دی، هر څوک کوښښ کوي، چې یوه سیمه تر خپل کنټرول لاندې ولري او له خلکو یې بهره ولري، لکه دلته چې حکومت کې یو له بل سره په جګړه کې دي د خپلو شخصي ګټو له پاره، جنرال او سناتور په جګړه کې دي، وکیل او وزیر سره په جګړه کې دي دا خو پر ګټو جګړه ده پر خدمت خو نه ده، هلته هم داسې ده، په مخالفینو کې همداسې ده، هلته هم جګړه د اسلام په خاطر نه ده، جګړه په شخصي ګټو ده.

په هلمند کې داعش لیدل شوی؟ دا جګړې څوک کوي؟
 داعش ماعش هلته هلمند کې نشته، د هلمند په جګړو کې پاکستاني خلک له وسله والو سره شته، خو ما درته و ویل چې په افغانستان کې یوه نړیوال حالت لري، هم په عرب په کې وي، هم په ازبک په کې وي هم په پاکستانیان، پنجابیان، سندیان او نور وسله وال په کې وي، ولې هغوی دومره کمیت نه دی، بلکې جګړه خپله افغانانو شعله وره ساتلې ده.ګ

ځینې داسې راپورونه د برتانویانو او امریکایانو په اړه هم شته چې ویل کېږي، چې له مخالفینو سره کومک کوي، د مخدره موادو په کرکیله او قاچاق کې لاس لري، او ویل کېږي، چې دغه قاچاق د شورابک او بګرام له هوایي دګرونو تر سره کېږي، په دې اړه داسې څه شته.؟
دقیق اسناد چې سړي یې وړاندې کړي وجود نه لري، ولې کراین او علایم، کله چې امنیت نه راولې، کله چې د کرکیلې مخه نه نیسي، کله یې چې د ترافیک مخه نه نیسي، نو دا خو بیا پر همدې دلالت کوي، چې ته په کې شامل و اوسېږي.

وروستۍ سوال د هلمند روان وضعیت ته په کتو څه فکر کوي که چېرته حکومت ورته پاملرنه ونه کړي څه به وشي ایا د سقوط خبره څنګه ده؟
هلمند اوس هم سقوط دی، سقطو تاسو څه شي تا وایاست، خو یو د لشکرګاه ښار، د ګرشک ښار محدودې ساحې د دولت په لاس کې او په دوه دریو ولسوالیو کې په اصطلاح د ولسوالیو تعمیرونه په لاس کې دي، نور خو تقریبآ د هلمند ۸۰ سلنه خاوره اوس هم د مسلح مخالفینو په اختیار کې ده، حتی په دغه ښار کې هم کولای شي، چې لاس رسی ولري او یو عمل تر سره کړي او دا خپله د دې مانا لري، چې سقوط دی. سقوط تاسو څه شي ته وايۍ، سقوط لکۍ لري، خو همدا سقوط دی، چې ۸۰ سلنه د مخالفینو په لاس کې دی.
دا چې امنیتي چارواکي کنفرانسونه نیسي نور دې دا کار نه کوي، حقیقت ویلای نه شي، پردې ږدي، چې هر څه خپل مسیر خپله طی کړي.
مننه قهرمان صیب چې موږ ته مو د مرکې وخت راکړ
ستاسو څخه هم مننه.
وحید فرزان - جمهور آژانس
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین