۰
پیتریوس:

امریکا او متحدین به یې د لسیزو لپاره په افغانستان کې پاتې شي

سه شنبه ۷ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۴۳
د امریکا د مرکزي استخباراتو یا سي آی اې پخواني مشر جنرال ډیویډ پیټریوس ویلي امریکا او متحدین به یې د لسیزو له پاره په افغانستان کې پاتې شي.
امریکا او متحدین به یې د لسیزو لپاره په افغانستان کې پاتې شي
د امریکا د مرکزي استخباراتو یا سي آی اې پخواني مشر جنرال ډیویډ پیټریوس ویلي امریکا او متحدین به یې د لسیزو له پاره په افغانستان کې پاتې شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پیټریوس چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قوماندان هم پاتې شوی له ټایمز نشریې سره په مرکه کې ویلي، چې په افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه روانه ده او ښايي نسلونه دوام وکړي.
نوموړي زیاته کړې، چې امریکا په افغانستان کې له جګړې پرته بله لار نه لري او په وینا یې ناټو او متحدین به یې د سرتېرو تر ډېرولو وروسته د لسیزو لپاره په افغانستان کې خپل ماموریت ته ادامه ورکړي.
پیتریوس د سرتېرو د ډېرولو له پرېکړې هم هرکلی کړی دی خو په دې اړه څه نه دي ویلي، چې امریکا به افغانستان ته څومره سرتېري را لېږي ولې ټینګار یې کړی، چې دغه ځواکونه به له ترهګرۍ سره روانې جګړې ته شدت ورکړي.
ده ویلي، په افغانستان کې د امریکا جګړه زیانونه لري، خو په خبره یې کله چې د ملي ګټو مسئله شي باید زیان ومنو.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین