۰
جنرال نیکولسن:

له افغانستانه د باندې به پر طالبانو فشارونه زیات کړو

يکشنبه ۵ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۲۲
د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن وايي، د افغانستان په خاوره کې د ننه پر وسله والو طالبانو د فشار راوړل تر څنګ به د دغه هېواد د باندې هم د هغوی پر مرکزونو او پټنځایونو فشارونه زیات کړي.
له افغانستانه د باندې به پر طالبانو فشارونه زیات کړو
د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن وايي، د افغانستان په خاوره کې د ننه پر وسله والو طالبانو د فشار راوړل تر څنګ به د دغه هېواد د باندې هم د هغوی پر مرکزونو او پټنځایونو فشارونه زیات کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې جنرال نېکولسن له رسنیو سره په مرکه کې ویلي، تر هغو به پر طالبان فشار زیات کړي تر څو یې د سولې خبرو ته غاړه نه ده ایښې.
نوموړي زیاته کړې، د دې ترڅنګ به د افغانستان له ګاونډیو سره د ډيپلوماټيکو خبرو اترو له لارې هم چې په وینا یې د سولې خبرو ته زمینه برابرولی شي، فشارونه زیات کړي تر څو د افغانستان خلکو ته د سولې زمینه برابره شي.
هغه په دې اړه چې ایا دوی به په پاکستان کې د وسله والو پر وړاندې عملیات وکړي که نه، ویلي، چې په دې اړه د واشنګټن او اسلام اباد تر منځ د بندو دروازو تر شا خبرې شوې دي.
خو په وینا یې د طالبانو پر وړاندې به جګړه چټکه شي، افغان ځواکونه به پیاوړي او تجهیز شي او په دې توګه به طالبان د خبرو اترو مېز ته حاضر شي.
جنرال جان نیکلسن دا هم ویلي چې نوې تګلاره به له افغان حکومت سره د خپل حاکمیت د پراخولو په کار کې ډیره مرسته وکړي.
نیکلسن په افغانستان کې د داعش ډلې حضور ته په اشارې ویلي چې دغه ډله به په نېږدې راتلونکې کې له منځه یوړل شي.
دغه رازه هغه زیاته کړې، چې ځواکونه به یې د مهال ویش پر اساس نه بلکې حالاتو ته په پام به افغانستان کې خپل ماموریت سرته ورسوي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین