۰
د پاکستان د پوځ مشر:

اسلام آباد او کابل باید د باور رامنځ ته کولو له پاره مخامخ خبرې وکړي

شنبه ۴ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۱۰
د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه وايي، له ترهګرۍ سره د اغېزناکې مبارزې او دغه راز د سولې د خبرو لپاره بايد د کابل او اسلام اباد تر منځ د باور فضا رامنځته شي.
اسلام آباد او کابل باید د باور رامنځ ته کولو له پاره مخامخ خبرې وکړي
د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه وايي، له ترهګرۍ سره د اغېزناکې مبارزې او دغه راز د سولې د خبرو لپاره بايد د کابل او اسلام اباد تر منځ د باور فضا رامنځته شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې باجوه دغه څرګندونې په اسلام آباد کې د افغان خبریالانو له یوه پلاوي سره د کتنې پر مهال کړې دي.
هغه ویلي، چې په لاهور او کابل کې د خلکو په وژنه یو ډول دردېږي او دواړه هېوادونه باید نور د یوه او بل د پړه کولو لوبه پای ته ورسوي.
نوموړي زیاته کړې، چې د دواړو هېوادو له یو بله ګیلې او شکایتونه د ستونزو د هواري لار نه ده، بلکې په وینا یې حل لار دا ده، چې مخامخ خبرې وشي.
باجوه ويلي، مخامخ ناستو ته ارزښت ورکوي او په همدې موخه به روانه مياشت د تاجکستان په پلازمينه دوشنبې کې له خپل افغان سیال جنرال شریف یفتلي سره هم د دواړو هېوادونو تر منځ د سولې او ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه خبرې وکړي.
باجوه په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې د افغانستان د ملي امنيت ځواکونو تېره اونۍ په کابل د ای اېس ای يو افسر ونيو چې افغانستان ته د ترهګريزو بريدونو د تنظيمولو په موخه راغلی وو.
دغه افسر اعتراف وکړ چې د افغانستان په مختلفو ولايتونو کې د ای اېس ای افسران له طالبانو سره يو ځای جګړه کوي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین