۰

چین غواړي د هرات د مرمر ډبرې پر کانونو پانګونه وکړي

پنجشنبه ۲ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۵۶
د چین هېواد یو اقتصادي پلاوی وايي، دوی غواړي د افغانستان په هرات ولایت کې د مرمر ډبرې پر کانونو پانګونه وکړي.
چین غواړي د هرات د مرمر ډبرې پر کانونو پانګونه وکړي
د چین هېواد یو اقتصادي پلاوی وايي، دوی غواړي د افغانستان په هرات ولایت کې د مرمر ډبرې پر کانونو پانګونه وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د هرات د ولایت مقام له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د چین هېواد دغه اقتصادي پلاوی د هرات له والی سره د لیدنې پر مهال دغه څرګندونې کړې.
د سرچینې په وینا هرات ته ورغلي چیني اقتصادي پلاوي والي آصف رحیمي ته ویلي، چې چین د مرمرو په برخه کې پانګونې ته لیوال دی او تر لومړنۍ سروې وروسته به په دې برخه کې پانګونې ته تیاری ونیسي.
دغه پلاوي زیاته کړې، چې هېواد به یې د هرات د مرمرو په استخراج، تولید او نړیوالو بازارانو ته په لېږد کې برخه واخلي.
هرات د مرمرو ستر کانونه لري او مرمر یې د نړۍ په ۵۵ هېوادونو کې لومړی مقام لري. د څېړنو له مخې د هرات د مرمرو کانونه او اوبې ولسوالۍ پيل کېږي او تر چشت ولسوالۍ پورې غځېدلی دی.
څو ورځې مخکې ولسمشرغني هرات ته په خپل سفر کې هم پر دغو کانونو د پانګونې په اړه خبرې وکړې او ژمنه یې کړه چې د هرات دغه شتمني به د هرات د پرمختګ لپاره لګول کېږي.
جمهورآژانس:هرات
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین