۰
د استرالیا دفاع وزیره:

که ټرمپ افغانستان ته لا ډېر سرتېري وغواړي غور ورباندې کوو

سه شنبه ۳۱ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۲۹
د استرالیا دفاع وزیره ماریس پین وايي، که د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ افغانستان ته لا ډېر ستېري وغواړي نو دوی به پرې غور وکړي.
که ټرمپ افغانستان ته لا ډېر سرتېري وغواړي غور ورباندې کوو
د استرالیا دفاع وزیره ماریس پین وايي، که د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ افغانستان ته لا ډېر ستېري وغواړي نو دوی به پرې غور وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې مېرمن پین ویلي، استرالیا د افغانستان په ګډون د نړۍ په ډېری هېوادونو کې دترهګرۍ ضد جګړه کې مرسته کړې او خپل دغه ماموریت ته به ادامه ورکوي.
د هغه په وینا د ټرمپ د هغه پرېکړې په اړه به غور وکړي، چې له مخې یې د ناټو سازمان غړي هېوادونه افغانستان ته نور سرتېري استوي.
نوموړي زیاته کړې، هڅه یې دا ده، چې له امریکايي چارواکو سره په دې اړه خبرې اترې وکړي.
باید و ویل شي، چې تر دې وړاندې په استرالیا کې د مالکوم ټرنبل حکومت ویلي وو، چې افغانستان ته نور سرتېري نه استوي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین