۰

هند د افغانستان په اړه د امریکا د نوې تګلارې هرکلی کړی دی

سه شنبه ۳۱ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۵۸
د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، هېواد یې د افغانستان په اړه د امریکا د نوې تګلارې هرکلی کوي او له افغانستان سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
هند د افغانستان په اړه د امریکا د نوې تګلارې هرکلی کړی دی
د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، هېواد یې د افغانستان په اړه د امریکا د نوې تګلارې هرکلی کوي او له افغانستان سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا ولسمشر تېره شپه د افغانستان په اړه خپله تګلاره اعلان کړه، چې په یوه برخه کې یې هند د افغانستان ښه ملګری بللی و او ترې غوښتي یې و، چې د افغانستان د پرمختګ په برخه کې رغند رول ولوبوي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ټرامپ د نوې تګلارې هرکلی کوي او د افغانستان تر څنګ ولاړ دی.
د دغه وزارت ویاند رائش کومار ویلي، هند هغه پرېکړه غوښته چې ټرمپ کړې ده او په وینا یې د هند تمه همدا وه، چې امریکا په افغانستان کې له شته ګواښونو او ترهګرو سره مبارزې ته ادامه ورکړي او پر هغه هېوادونو فشار زیات کړي، چې په سیمه کې د ترهګرۍ ملاتړ کوي.
که څه هم هند په دغه خبرپاڼه کې د کوم هېواد نوم نه دی اخیستی خو اشاره یې پاکستان ته ده، ځکه د امریکا ولسمشر ټرامپ په خپل بېګانۍ وینا کې و ویل، چې پاکستان په خپله خاوره کې د امریکا دښمنان ساتي، چې دغه کار یې نور د زغمولو نه دی.
دغه راز د هند د بهرنیو چارو وزارت د ټرمپ د هغه خبرې هرکلی هم کړی دی، چې ویلي یې و، هند په سیمه کې د افغانستان ښه ملګری دی نو نوی ډهیلي دې له کابل سره خپلې مرستې او همکارۍ ډېرې کړي.
کومار ویلي، هند د یوه ښه ملګري په توګه په سیمه کې د افغانستان د پرمختګ او بیا رغونې په برخه کې مرسته کوي او خپلو تاریخي اړیکو ته به لا پراختیا او قوت ورکړي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې هند له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د امریکا او افغانستان تر څنګ ولاړ دی.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین