۰
ریکس ټيلرسن:

د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو بشپړ ملاتړ کوو

سه شنبه ۳۱ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۲۳
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن وايي، امریکا د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې له خبرو بشپړ ملاتړ کوي.
د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو بشپړ ملاتړ کوو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن وايي، امریکا د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې له خبرو بشپړ ملاتړ کوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ټېلرسن دغه څرګندونې د افغانستان په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ د نوې ستراتېژۍ تر اعلان وروسته کړې دي.
نوموړي ویلي امریکا چمتو ده، چې له کوم قید او شرط پرته د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې له پروسې ملاتړ وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي، چې ریکس ټيلرسن طالبانو ته په خطاب کې و ویل: تاسې جګړه نه شی ګټلی، نو ښه به وي چې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کېنۍ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر نوې تګلاره ګټوره بللې ده او ټینګار یې کړی، چې په دې سره به په سیمه کې ترهګري وځپل شي.
نوموړي همدا راز هند د افغانستان ښه ملګری بللی دی او په پاکستان کې یې د ترهګرو د مرکزونو پر له منځه وړلو ټینګار کړی دی.
د ټيلرسن په خبره پاکستان ته په کار ده، چې تر دې وروسته ارو مرو د ترهګرو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي او د دغو ډلو پټنځایونه پخپله خاوره کې له منځه یوسي.
ټېلرسن دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د ستراتېژۍ تر اعلان وروسته وسله والو طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د امریکا د نوې ستراتېژۍ په اړه کلک غبرګون ښودلی دی.
طالبانو په دې خبرپاڼه کې ویلي، چې امریکا په دې توګه نه غواړي د افغانستان جګړه پای ته ورسوي، او ټینګار یې کړی، تر څو چې یو بهرنی سرتېری په افغانستان کې موجود وي، دوی به خپلې جګړې ته ادامه ورکړي.
د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، چې امریکا باید حقایق درک کړي، نه دا چې دلته له خپل غروره لا هم استفاده کوي.
په خبرپانه کې زیاته شوې، امریکا ته په کار ده، چې د سرتېرو پر ایستلو غور وکړي او دلته روانه خونړۍ جګړه پای ته ورسوي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین