۰
د ټرامپ د تګلارې په اړه د طالبانو غبرګون:

د ورستي بهرني سرتېري تر موجودیت پورې به جګړه کوو

سه شنبه ۳۱ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۱۰
وسله والو طالبانو د افغانستان په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ د نوې ستراتېژۍ په اړه غبرګون ښودلی او وایي د وروستي بهرني سرتېري تر موجودیت پورې به جګړې ته دوام ورکړي.
د ورستي بهرني سرتېري تر موجودیت پورې به جګړه کوو
وسله والو طالبانو د افغانستان په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ د نوې ستراتېژۍ په اړه غبرګون ښودلی او وایي د وروستي بهرني سرتېري تر موجودیت پورې به جګړې ته دوام ورکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ د امریکا په وخت تېره شپه د افغانستان په اړه خپله سراتېژي اعلان کړه.
هغه و ویل، چې امریکا له افغانستانه سرتېري نه باسي بلکې نور به یې هم زیات کړي، خو د زیاتونکو سرتېرو شمېره یې په ډاګه نه کړه.
ټرامپ دغه راز و ویل، چې له افغانستان سره په مرسته وکړي او په پاکستان په فشار زیاته کړي، ځکه په وینا یې دغه هېواد د امریکا دښمنان ساتي.
هغه ویلي«پاکستان زموږ ملګری و، قربانی یې ورکړې، چې د ستایلو دي، خو په عیني وخت کې یې زموږ دښمنان هم ساتلي چې دغه چاره یې نور موږ ته د زغم نه ده.»
د ټرامپ د سراتېژۍ بل مهم ټکی دا و، چې پر هند یې غږ وکړ، چې له افغانستان سره خپلې مرستې زیاتې کړي او د دغه هېواد په پرمختګ کې رغنده رول ولوبوي.
خو وسله والو طالبانو د ټرامپ د دغه ستراتېژۍ پر وړاندې کلک غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، تر څو چې افغانستان کې یو بهرنی سرتېری موجود وي، دوی به خپلې جګړې ته دوام ورکړي.
طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې امریکا لا هم نه غواړي خپله اوږده جګړه دلته پای ته ورسوي.
د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، چې امریکا باید حقایق درک کړي، نه دا چې دلته له خپل غروره لا هم استفاده کوي.
په خبرپانه کې زیاته شوې، امریکا ته په کار ده، چې د سرتېرو پر ایستلو غور وکړي او دلته روانه خونړۍ جګړه پای ته ورسوي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین