۰

د غزني ۸ ولسوالۍ له امنیتي ګواښ سره مخ دي

سه شنبه ۳۱ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۲۱
د غزني والي عبدالکريم متين وايي، د دې ولایت اته ولسوالۍ د نا امنۍ له جدي ګواښ سره مخ دي، او په ځینو سیمو کې امنیتي ځواکونه ۲۴ ساعته له وسله والو سره په جګړه کې دي.
د غزني ۸ ولسوالۍ له امنیتي ګواښ سره مخ دي
د غزني والي عبدالکريم متين وايي، د دې ولایت اته ولسوالۍ د نا امنۍ له جدي ګواښ سره مخ دي، او په ځینو سیمو کې امنیتي ځواکونه ۲۴ ساعته له وسله والو سره په جګړه کې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې والي دغه څرګندونې تېره ورځ په یوه خبري ناسته کړې وکړې او ویې ویل، چې د امنیت د ټنګښت په موخه یې طرحه مرکزي حکومتي چارواکو ته سپارلې ده.
نوموړي ومنله چې په دې وروستیو کې غزني کې د امنیتي ستونزې ډېرې شوې او یو شمېر ولسوالۍ د ناامنۍ له جدي ګواښ سره مخ دي.
واغظ، اندړ، ګیرو، قره باغ، ګیلان، زنخان، خوږیاڼي او ده یک هغه ولسوالۍ دي، چې د والي په وینا امنیتي وضعیت یې ترینګلی او له ګواښ سره مخ دي.
هغه زیاته کړه، چې د غزني په ځينو برخو کې امنيتي سرتېري ٢٤ ساعته په جګړه بوخت دي او وسله وال طالبانو اوس هڅه کوي چې خلک د دولت په مقابل کې راپورته کړي او هم سمتي او مذهبي نفاق ته لمن وهي.
د غزني والي د دغه ولايت له اوسېدونکو غوښتنه وکړه چې د امنيت د ټينګښت په موخه له امنيتي ځواکونو سره پوره همکاري وکړي.
جمهورآژانس:غزني
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین