۰

اروپايي ټولنې له افغان حکومت سره ۱۰۰ميلیونه یورو مرسته کوي

سه شنبه ۳۱ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۱۰
اروپايي ټولنه په افغانستان کې د کليدي اصلاحاتو، اقتصادي پرمختګ او کارموندنې د ملاتړ لپاره سل ميليونه يورو مرسته منظوره کړې ده.
اروپايي ټولنې له افغان حکومت سره ۱۰۰ميلیونه یورو مرسته کوي
اروپايي ټولنه په افغانستان کې د کليدي اصلاحاتو، اقتصادي پرمختګ او کارموندنې د ملاتړ لپاره سل ميليونه يورو مرسته منظوره کړې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د دې ټولنې نه خپره شوې خبرپانه کې راغلي، چې اروپايي ټولنې ياده پرېکړه د تېرو ١٢ مياشتو په اوږدو کې د اصلاحاتو له مثبتې ارزونې وروسته نن وکړه.
سرچینه وايي، دغه مرسته د افغانستان د ملاتړ لپاره د اصلاحاتو په ترسره کولو کې د پراختيايي پاليسۍ د ښه والي، د اقتصادي پايښت د ساتنې، د عامه مالي مديريت ښه پرمخ وړلو او د دولتي شفافې بوديجې د پياوړي کولو په موخه منظوره شوې ده.
يادې پيسې د دولت جوړونې د هوکړه ليک (SBC) يوه برخه ده چې د ٢٠١٦ کال د اکتوبر مياشتې په څلورمه د بروکسل کنفرانس په اوږدو کې له افغانستان سره لاسليک شو.
سرچينه زياتوي، له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د دغې مالي مرستې موخه اقتصادي وده، د کار موندنه او د خدمتونو تضمين دى.
په خبرپاڼه کې د افغانستان د ماليې وزير اکليل حکيمي له خولې راغلي دي چې د يادې مرستې منظوري په دې معنا ده چې افغانستان په مهمو برخو، لکه عامه پاليسي، لوى اقتصادي، مالي مديريت، څارنه او د بوديجې روڼوالي کې ښه پرمختګ کړى دى.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین