۰
د ټرمپ نوې ستراتېژي:

له افغانستان سره مرسته کوو، پر پاکستان فشار ډېرو ځکه دغه هېواد ترهګر ساتي

سه شنبه ۳۱ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۰۰
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ د افغانستان په اړه خپله ستراتېژي اعلان کړه او ویې ویل، چې د دغه ستراتېژۍ له مخې به د افغانستان سره خپلې مرستې زیاتې او پر پاکستان به فشار راوړي، ځکه دغه هېواد ترهګرې ډلې ساتي.
له افغانستان سره مرسته کوو، پر پاکستان فشار ډېرو ځکه دغه هېواد ترهګر ساتي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ د افغانستان په اړه خپله ستراتېژي اعلان کړه او ویې ویل، چې د دغه ستراتېژۍ له مخې به د افغانستان سره خپلې مرستې زیاتې او پر پاکستان به فشار راوړي، ځکه دغه هېواد ترهګرې ډلې ساتي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ټرامپ تر ټولو مخکې د خپلو سرتېرو د قربانیو یادونه وکړه او د متحده ایالتونو پر یووالي یې ټینګار وکړ.
د هغه په خبره په پیل کې تصمیم دا وو چې سرتېري له افغانستانه وباسي، خو پ کله چې په کمپ ډیویډ کې له خپل ټیم سره کښېناست تصمیم پر دې شو، چې نور سرتېري باید افغانستان ته ولېږي، خو د دغه سرتېرو کره شمېره یې په ګوته نه کړه.
نوموړي زیاته کړه، چې له افغانستان د چټکې را وتنې عواقب د وړاندوینې وړ او د نه زغملو دي، ځکه چټک را وتل به هلته خلا را منځته کړي او دا خلکه به ژر هغه خلک ډکه کړي، چې ۱۶ کاله وړاندې و.
ولسمشر ټرامپ و ویل« د افغانستان او سیمې څخه سرچینه اخیستونکي امنیتي ګواښونه ډېر جدي او ستر دي، په دې سیمه کې د ترهګرو سازمانونو تر ټولو ستره تجمع را ټوله شوې او پاکستان ترهګرو ته پناځایونه ورکوي، موږ ټول پوهېږو چې دا حالت موږ ته په میراث پاتې دی خو زه پوهېدم چې دا ستونزې بالآخره حل غواړي او موږ پوهېږو چې موږ به بریالي وځو.»
ټرامپ په نوې ستراتېژۍ کې د اساسي تغیراتو په اړه زیاته کړه« اساسي تغیرات به لاندې وي، مهالېني لیدلوري به مشروط حالت ته ځو،د تعداد او وخت په اړه به نه غږېږو، د تقسیم اوقات په اړه به نه غږېږو. دښمنان باید زموږ پر پلان پوه نشي.
دوهمه دا چې ټول اړخونه باید په یوه ستراتېژي کې په ګډه کار وکړي. درېیم دا چې، امریکا به خپل ملاتړ ته له افغانستان او اردو سره دوام ورکړي، وروستۍ فیصله د افغانستان په خلکو پورې اړه لري چې خپل ځان اداره کړي او د سولې په اړه تصمیم ونیسي، موږ ملت جوړونه نه کوو، له دې سره مو کار نشته چې څنګه یې اداره کوي.»
په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ د پاکستان په اړه هم څرګندونې وکړې او ویې ویل، چې د دغه هېواد په اړه د امریکا تګلاره بدلېږي.
د امریکا ولسمشر و ویل« موږ نور د پاکستان لوبه نشو زغملای، پاکستان خپله هم تاواني دی، په تېر کې پاکستان زموږ ملاتړی پاتې شوی، د پاکستان خلکو قرباني ورکړې، موږ پرې اعتراف کوو، خو په عین وخت کې پاکستان بیا هم زموږ دښمنان ساتلي او پاللي دي چې هره ورځ موږ وژني او موږ بیا هم ملیاردونه ډالر ورکړي دي. دا حالت باید بدل شي، هېڅ هېواد باید دا چانس ونه لري چې زموږ وژونکي او قاتلان وساتي.»
ښاغلي ټرامپ د هند په اړه هم خبرې وکړې او و یې ویل، چې هند په سیمه کې د افغانستان نږدې ملګری دی او دغه هېواد ته په کار ده، چې له افغانستان سره خپلې اقتصادي او سوداګریزې مرستې ډېرې کړي او د دغه هېواد په پرمختګ کې خپله ونډه واخلی.
هغه و ویل« د ستراتېژۍ بله برخه دا ده چې زموږ ستراتېژيکه ملتیا به له هندوستان سره وغځېږي، موږ په افغانستان کې د هندوستان له مثبت رول څخه ملاتړ کوو خو تر دې مهمه له هند سره زموږ سوداګري او ګډې ګټې دي. موږ له هندوستان سره د سیمې په کچه د سولې او ثبات ګډ اهداف تعقیبوو.»
د امریکا ولسمشرد خپلو خبرو په پای کې خپلو پوځیانو ته په خطاب کې و ویل چې اداره به یې ټول هغه څه ورته برابر کړي، چې دغه ستراتېژي پرې بریا ته ورسېږي.
نوموړي و ویل، چې د ده په اداره کې به ملیاردونه اضافي ډالر پر پوځ ولګول شي او د میزایلو د دفاع سیسټم به غښتلی شي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین