۰
چارواکي:

هلمند کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۴۰ وسله وال وژل شوي

دوشنبه ۳۰ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۳۱
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، په هلمند ولایت کې د هوايي بریدونو پر مهال د دو قوماندانانو په ګډون ۵۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هلمند کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۴۰ وسله وال وژل شوي
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، په هلمند ولایت کې د هوايي بریدونو پر مهال د دو قوماندانانو په ګډون ۵۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې امنیتي چارواکي زیاتوي، چې د افغان او قاطع ماموریت الوتکو تېره شپه د هلمند د ناوې ولسوالۍ په جوریزان سیمه کې د طالبانو په یوه ستر مرکز بریدونه وکړل.
د هلمند د پوليسو ویاند لمړي څارن عبدالسلام افغان، وايي، وسله والو طالبانو غوښتل د ناوې ولسوالۍ پر مرکز بریدونه تنظیم کړي، چې د افغان او بهرنیو ځواکونو د الوتکو له خوا په نښه شول.
نوموړي زیاته کړه، په دغه بریدونو کې چې تر سهار پورې یې دوام درلود، د دوه قوماندانانو په ګډون ۴۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټبیان شوي دي.
خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین