۰

تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې به پاکستان کې ۷۰۰ افغان کډوال ثبت شي

دوشنبه ۳۰ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۰۳
د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، پاکستان کې ۱۰ زره نا ثبت شوي افغان کډوال ثبت شوي او ټاکل شوې چې تر شپږو مياشتو دغه شمېر ٧٠٠ زره تنو ته ورسېږي.
تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې به پاکستان کې ۷۰۰ افغان کډوال ثبت شي
د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، پاکستان کې ۱۰ زره نا ثبت شوي افغان کډوال ثبت شوي او ټاکل شوې چې تر شپږو مياشتو دغه شمېر ٧٠٠ زره تنو ته ورسېږي.
د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه لړۍ د روانې زمري مياشتې په ٢٥مه پيل شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې تر اوسه يادو څه باندې لس زره ناثبت شويو افغان کډوالو په خيبر پښتونخوا او اسلام اباد کې خپل نومونه ثبت کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې، ټاکل شوې په راتلونکو شپږو میاشتو کې شاوخوا ۷۰۰زره ناثبت شوي افغان کډوال د پاکستان د بېلابېلو ايالتونو په ۲۱ مرکزونو کې د دغه هېواد د "نادرا" ادارې له خوا، د افغان حکومت او کډوالۍ د نړيوال سازمان په مرسته ثبت شي.
سرچینه وايي، په دې پروسه کې د افغان کډوالو د پېژندګلوۍ او له يادې پروسې د څارنې په موخه ۲۵ تنه د افغان حکومت کارکوونکي پاکستان ته استول شوي دي.
دغه وزارت زیاته کړې، چې د دغو افغان کډوالو د ثبت لړۍ په پاکستان کې د هغوى د استوګنې د قانوني کېدو په موخه د افغانستان او پاکستان د هوکړې له مخې ترسره کېږي.
پاکستان کې پر يادو ٧٠٠زره افغان کډالو سربېره، يو عشاريه درې ميليونه ثبت شوي افغان کډوال چې د کډوالۍ سند هم لري ژوند کوي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین