۰

پاکستاني پوځیانو پر کونړ ولایت ۸۵ توغندي ویشتلي دي

دوشنبه ۳۰ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۵۸
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، پاکستاني ځواکونو یو ځل بیا د ډېورنډ فرضي کرښې له پورې غاړې په کنړ ولایت لسګونه توغندي ویشتلي دي.
پاکستاني پوځیانو پر کونړ ولایت ۸۵ توغندي ویشتلي دي
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، پاکستاني ځواکونو یو ځل بیا د ډېورنډ فرضي کرښې له پورې غاړې په کنړ ولایت لسګونه توغندي ویشتلي دي.
د جمهور آژانس د کونړ د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید الله دهقان زیاتوي، چې دغه توغندي د کنړ ولایت په دانګام او ناړې ولسوالیو توغول شوي دي.
د هغه په وینا پاکستاني پوځیانو پر دانګام ولسوالۍ ۸۵ توغندي توغولي، چې ۵۰ یې د زوړ برول او سور کمر په سیمو او دغه راز ۳۵ نور د ناړې ولسوالۍ په پاټاش او چهره ګل په سیمو کې لګېدلي دي.
د کنړ د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي، دا چې په توغندیو ویشتل شوې سیمې لرې پرتې دي، نو ځکه یې تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته.
پاکستان یو ځل بیا پر داسې مهال د افغانستان پر خاوره توغندي بریدونه کړي، چې څو ورځې وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دغه هېواد بهرنیو چارو د وزارت د مرستیالې تهمینه جنجوا په خبرو کې په دې خپله اندېښنه شریکه کړې وه.
هغه مهال د ارګ نه خپره شوې خبرپانه کې ویل شوي وو، چې ولسمشر د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې غوښتي چې افغان حکومت اندېښنې دې د پاکستان له نوي مشرتابه سره شریکې کړي.
جمهورآژانس:کونړ
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین