۰

نړیوال بانک له افغانستان سره خپلې مرستې ډېروي

دوشنبه ۳۰ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۱۳
د نړیوال بانک د اسیايي برخې چارواکي وايي، دغه بانګ هڅه کوي، چې د بیارغونې په برخه کې له افغانستان سره خپلې مرستې ډېر کړي.
نړیوال بانک له افغانستان سره خپلې مرستې ډېروي
د نړیوال بانک د اسیايي برخې چارواکي وايي، دغه بانګ هڅه کوي، چې د بیارغونې په برخه کې له افغانستان سره خپلې مرستې ډېر کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه څرګندونې د دې بانک د اسیايي برخې مرستیالې انيتا ډکسن د ملي یووالي حکومت له اجرایه رییس عبدالله عبدالله سره د لیدنې پر مهال کړې دي.
اغلې ډکسن ویلي، چې نړیوال بانک په ټولو هېوادونو کې پخپلو مرستو کې ډېروالی راوستی دی چې افغانستان هم په دې لړ کې شامل دی.
د هغې په وینا نړیوال بانک په افغانستان کې له انکشافي پروژو ملاتړ کوي او همدا راز به هڅه وکړي چې د دغه هېواد په بیا ودانولو کې خپلې مرستې ډېرې کړي.
د نړیوال بانک د اسیايي برخې مرستیالې دا هم زیاته کړې، چې دغه بانک په افغانستان کې خپل کارکوونکي ډېروي او خپلو فعالیتونو ته پراختیا ورکوي.
اجرایه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د دغه بانک له مرستیالې مننه کړې او د مرستو ددوام او لا ډېرېدو غوښتنه یې کړې ده.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین