۰

ننګرهار کې د دوو قومونو تر منځ وسله واله نښته شوې ده

دوشنبه ۳۰ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۲۷
په ختیځ ننګرهار ولایت کې د دوه قومونو تر منځ د شوکاڼي د غره په سر وسله والو نښته رامنځ ته شوې، چې لا هم دوام لري.
ننګرهار کې د دوو قومونو تر منځ وسله واله نښته شوې ده
په ختیځ ننګرهار ولایت کې د دوه قومونو تر منځ د شوکاڼي د غره په سر وسله والو نښته رامنځ ته شوې، چې لا هم دوام لري.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه نښته نن سهار د ننګرهار ولایت د شېر زادو ولسوالۍ په مرکیخېلو سیمه کې رامنځ ته شوې، خو تر اوسه یې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته.
د شېرزادو ولسوال ملک حسن وايي، نښته د پیرل خېل او شلل خېلو د قومونو تر منځ د شوکاڼي د غره په سر تر لفظي شخړې وروسته پېښه شوې.
ولسوال وایي، لا هم د دواړو لورو ترمنځ د درنو او سپکو وسلو ډزې کېږي، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې له دوی سره کوم ارقام نه دي شریک شوي.
د ولسوال په خبره دغه سیمه د حکومت له کنټروله وتلې او هلته وسله وال طالبان حاکم دي، ځکه نو دوی د پیل شوې نښتې د پای ته رسېدو لپاره هڅه نه شي کولی.
باید و ویل شي، چې تر دې وړاندې هم په ننګرهار ولایت کې ورته پېښې رامنځ ته شوې دي.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین