ناټو وايي ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې افغان هوايي ځواکونو ته یو شمېر پرمختللې کشفي او جنګي الوتکې ورکړل شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په دغه الوتکو کې AC-۲۰۸، MD-۵۳۰، A-۲۹، او بلک هاګ ډوله پرمختللې هلیکوپټرونه شامل دی.
د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت په یوه نوې راپور کې لیکلي، چې د افغان هوایي ځواکونو د پیاوړې کولو په برخه کې د لومړی ځل لپاره له AC-۲۰۸ الوتکو څخه کار اخیستل شامل دي.
غه راز سرچینې زیاته کړې، چې د AC-۲۰۸ الوتکو په مرسته به افغان امنیتي ځواکونو ته هر اړخیزه کشفي او جنګي وړتیاوې ورکړل شي.
په راپور کې دا هم ویل شوی، چې د دې ترڅنګ به افغان امنیتي ځواکونو ته ۱۵۹ بلک هاک ډوله پرمختللې هلیکوپټرونه، A-۲۹ سپکې جنګي جیټونه او MD-۵۳۰ کوچني جنګي چورلکې هم ورکړل شي.
په همدې حال کې د ناټو غوڅ مولاتړ ماموریت چارواکي د افغان هوایي ځواکونو له خوا په وروستیو کې د بې ساري پرمختګونو په اړه خبر ورکوي.
د هوایي ځواکونو د روزنې په برخه کې د طبي مرستو سرپرست تیریسا فیلنر وایي، د افغانستان د هوایي ځواکونو منسبوبین تیر کال کابو لس زره ټپي شوي پوځیان د جګړو له مختلفو سیمو څخه روغتونونو په لیږدولو کې مرسته کړي دي.
په راپور کې ویل شوي، چې د افغان هوايي ځواک بله لویه لاسته راوړنه د سږ کال په پیل کې په خپلواکه توګه د جګړې په دګړ کې ۶۵۰ پونډ د اړتیا وړ او مهمو موادو ډیسانټ شامل دي.
په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو (۴۳۸th Air Expeditionary Wing) یوه افسر ډویس کلسیویچ د هوایي او ځمکني ځواکونو د همغږي په برخه د پرمختګونو په اړه هم خبر ورکړی.
نوموړي ویلي، هغه ټیمونه چې د ځمکې له لارې له هوایي ځواکونو سره همغږي رامنځته کوي په اصل کې دوی د جګړو په دګړ کې مهم رول لوبوي.
د هغه په وینا دغه ټیمونه د هدفونو په ټاکلو او ملکي وګړو د مرګ ژوبلې څخه د مخنیوي لپاره مهم رول لري او د دې ترڅنګ دوی د هدفونو په ټاکلو، د خوندیتوب لپاره د غږ پورته کولو، او د دښمنانو د لمنځه وړلو په برخه کې له قوماندانانو سره په همغږې رامنځته کولو کې اساسي رول لري.
جمهورآژانس:کابل